کراچۍ: هدفي وژنو کې ۲۳ کسان وژل شوي

د خپريدو وخت: 10:42 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391

وژل شویو کې د نوازشریف په مشرتابه د سیاسي ګوند (پاکستان مسلم لیګ) یو ځايي مشر او دغه راز د یوه روغتون مرستیال مشر هم شامل دي.

د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې هدفي وژنو یو ځل بیا زور اخیستی. د ځايي پولیسو په وینا د تېرو دوو ورځو په اوږدو کې د دغه ډول وژنو په پایله کې ۲۳ کسان وژل شوي دي.

وژل شویو کې د نوازشریف په مشرتابه د سیاسي ګوند (پاکستان مسلم لیګ) یو ځايي مشر او دغه راز د یوه روغتون مرستیال مشر هم شامل دي.

ځايي پولیسو د دوشنبې په ورځ د ۱۲ کسانو له وژل کېدو سربېره د سې شنبې تر ماخوستنه د ۱۱ نورو کسانو وژل کېدل تایید کړل. د پولیسو په وینا ټول وژل شوي کسان په ځانګړي ډول هدف ګرځول شوي دي.

د دوی په وینا لومړني معلومات ښيي، چې د وژنو په دې پېښو کې د وژونکو شمېر دوه کسه او یا له دوو ډېر وو. د کراچۍ پولیسو د یوه ویندوی عمران شوکت په وینا د سې شنبې په ورځ د کراچۍ ښار په شمالي برخه کې حسن عالم نومي ډاکټر هغه مهال نا معلومو کسانو په ډزو وواژه، چې له کلینیک څخه کور ته پر لار و. نوموړی د یوه دولتي روغتون مرستیال مشر و.

د پاکستاني ډاکټرانو ټولنې د نوموړي ډاکټر وژنه سخته غندلې او له حکومته یې غوښتي، چې د طبي کارکوونکو خوندیتوب ته پام وکړي.

بل لور ته په نوې کراچۍ سیمه کې د پولیسو یو افسر د نامعلومو کسانو په ډزو کې ووژل شو.

د کراچۍ ښار له ماري پور، ګلشن اقبال، بغدادي او سعید اباد سیمو نه د اوو کسانو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د پولیسو په وینا د دوشنبې په ورځ هم دغه ښار کې ۱۲ کسان وژل شوي دي. تېره اوونۍ د کراچۍ په اورنګي ټاون سیمه کې نامعلومو کسانو د سند ایالتي پارلمان غړی او د ایم کیو ایم ګوند یو ځايي مشر منظر امام په ډزو وویشت او ویې واژه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .