د امریکا دفاع وزارت پلټنو جان الن سپین وباله

د خپريدو وخت: 07:01 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391

جنرال الن، چې له هر ډول نامناسب اقدام کولو یې انکار کړی و، په خپل مقام یې کار ته دوام ورکړ.

د امريکا دفاع وزارت يوې پلټنې په افغانستان کې د دغه هېواد تر ټولو جګپوړی قومندان جنرال جان الن په فلورېډا کې له يوې مېرمنې جېل کېلي سره د برېښناليکونو تبادلې سره په تړاو له نامناسب چلنه سپين کړی دی.

دغه پيغامونه په داسې وخت کې راوسپړل شول چې اېف بي ای يا د امريکا د پلټنو فدرالي ادارې مېرمن کېلي ته د يوې بلې ښځې پاولا بروډوېل له لوري استول شويو ګواښونکو برېښناليکونو پلټنه کوله.

مېرمن بروډوېل د سي ای اې د هغه مهال مشر ډېوېډ پېټرېيس پخوانی معشوقه وه.

د جنرال الن او مېرمن کېلي ترمنځ ځينې تبادله شوي پيغامونه د چارواکو له لوري ژوندي او عاشقانه بلل شوي دي. جنرال الن په کلکه دغه تورونه رد کړي وو.

تېر نومبر میاشت کې له یوې ښځې سره د امریکا د مرکزي څارګرې ادارې سي ای اې د پخواني مشر ډېوېډ پېتریاس د ناسمو جنسي اړیکو په قضیه کې، افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال الن هم تر پلټنو لاندې راغی.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو هغه مهال وویل، چې پنټاګان د جنرال الن له لوري د جنرال پېټریاس اړوند یوې ښځې ته د نامناسبو برېښنالیکونو لېږلو په اړه پلټنې کوي.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېټا هغه مهال ویلي و، چې ایف بي ای پنټاګان ته په دې اړه خبر ورکړی. جنرال الن، چې له هر ډول نامناسب اقدام کولو یې انکار کړی و، په خپل مقام یې کار ته دوام ورکړ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .