اروپايي مشرانو کامرون ته پر ټولپوښتنه خبرداری ورکړی

د خپريدو وخت: 04:01 گرینویچ - پنجشنبه 24 جنوري 2013 - 05 سلواغه 1391

ښاغلي کامرون خپله وينا کې وويل ټولپوښتنه به د بريتانيا برخليک ټاکنې پرېکړه وي

د بريتانيا هغو پلانونو په اړه چې په اروپايي ټولنه کې به پر خپل غړيتوب بيا خبرې او غور کوي، په اروپايي پلازمېنو کې ځواکمن غبرګونونه څرګند شوي دي.

جرمني او فرانسې د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون ته، وروسته له هغه چې اروپايي ټولنه کې يې د خپل هېواد غړيتوب په اړه د ټولپوښتنې ژمنه وکړه، خبرداری ورکړی چې بريتانيا د اروپايي ټولنې غړيتوب شرطونو کې چاڼ يا غوراوی نه شي کولی.

ښاغلي کامرون ويلي که محافظه کار ګوند يې په راتلونکو ټولټاکنو کې، چې اټکل دی په ۲۰۱۵ کال کې ترسره شي، په واک کې پاتې شو، د اروپايي ټولنې غړيتوب په اړه به ټولپوښتنه ترسره کوي.

له رايه ورکوونکيو به پوښتنه کېږي چې د غړيتوب په اړه د بيا خبرو يا وتلو ترمنځ يو غوره کړي.

جرمني او فرانسې ويلي بريتانيا د مېوو او خوړو په څېر غوراوی نه شي کولی، او داسې غړيتوب به د خبرو پر مېز نه وي.

خو د ښاغلي کامرون اندېښنو ته په ښکاره تېرېدنه کې د جرمني لوړۍ وزيرې انګېلا مېرکل د بريتانيا د هيلو او اروپايي ټولنې نورو هېوادونو ترمنځ د "عادلانه جوړجاړي" غږ کړی دی:

"کله چې د خپلو ګټو په اړه خبرې کېږي، نو طبيعي ده چې اروپايي ټولنه کې هر غړی هېواد خپلې ګټې لري، او اروپا هم د دې معنا لري چې عادلانه جوړجاړی بايد وموندل شي.

په اډانه کې موږ چمتو يې د بريتانويانو د هيلو په اړه خبرې وکړو، خو تل بايد په ياد ولرو، چې نور هېوادونه بېلې هيلي لري، او موږ بايد عادلانه جوجاړی راوګورو. موږ به له بريتانيا سره د دوی پر هر نظر ډېرې خبرې وکړو."

جرمني او فرانسې د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون ته د ټولپوښتنې پر ژمنه خبرداری ورکړی دی

د بي بي سي د اروپايي چارو مشر ګېوېن هېوېټ وايي مېرمن مېرکل په دوديز ډول احتياط کاره وي.

دا غواړي هغه لارې سره وغوړوي چې له مخې يې بريتانيا په اروپا کې وساتي، خو په پای کې دا لا پرخې اروپا او نه کمې اروپا ته ژمنه ده.

د برخليک ټاکنې پرېکړه

په واشنګټن کې سپينې ماڼۍ د ښاغلي کامرون دې خبرې هرکلی کړی چې په اروپايي ټولنه کې به پاتې کېږي، او ويلي يې دي باور کوي ګنې بريتانيا د اروپايي ټولنې غړيتوب له مخې پياوړې ده.

ښاغلي کامرون له اوږدې مودې سترګې پر لار خپله وينا کې وويل ټولپوښتنه به د بريتانيا برخليک ټاکنې پرېکړه وي.

ده زياته کړه که يې له خپلې خوښې سره سم نوی تړاو ډاډمن کړ، نو د زړه له تله به په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو مبارزه کوي.

ده وويل اروپايي ټولنه بايد د تړون پر بدلون سره سلا شي.

خو ده دا ونه ويل چې څه ډول واګې دی غواړي بريتانيا يې د يوه نوي جوړجاړي د برخې په توګه ترلاسه کړي، او يا دا چې که خبرو اترو د ده په خوښه پرمختګ ونه کړ، څه به کېږي.

د ښاغلي کامرون وينا ته له ډېری اروپايي پلازمېنو غبرګون روښانه و.

په بروکسل کې د بي بي سي خبريال کرېس مورېس وايي اروپايان نه غواړي بريتانيا ترې ووځي، خو کله چې له کلب سره يو ځای کېږې نو بايد قانون ته يې غاړه کېږدي.

خو زياتوي د ښاغلي کامرون دا خبره چې اروپايي ټولنه بايد د خلکو په استازيتوب کړنو پر ځای د دوی لپاره يو څه وکړي، هرو مرو به د هغو خلکو له خوا راغبرګېږي، چې په اتن او مادريد کې يې د اروپايي ټولنې تګلارو پر وړاندې احتجاجونه کړي، دا چې دوی پر چارو خورا کم ګنټرول لري.

اوس که د بريتانيا ټولپوښتنې ګام پر مخ ځي، دا به تر ډېره د ۲۰۱۷ کال په وروستيو کې ترسره کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .