یمن کې د القاعدې دویم مشر 'مړ شوی'

د خپريدو وخت: 05:00 گرینویچ - جمعه 25 جنوري 2013 - 06 سلواغه 1391
سعید علي الشهري

الشهري د القاعدې شبکې دویم جګپوړی غړی دی، چې په "عربي ټاپووزمه کې د القاعدې جګړه ییز عملیات پرمخ وړي."

یمني چارواکو د القاعدې شبکې د دویم جګپوړي مشر سعید علي الشهري د مړینې خبر ورکړی.

یمن وايي، چې دا خبر یې د اسلامي وېب پاڼو د ارزونې له یوه امریکايي وېب سایټ اخیستی دی.

یمني چارواکي وايي، الشهري د هغو ټپونو له کبله مړ شوی، چې په تېر نومبر میاشت کې ټپي شوی و.

القاعدې شبکې د خپل دغه مشر د مړینې په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې د یمني چارواکو له لوري د هغه د وژنې راپورونه رد کړي وو.

خو دا ځل، د الشهري د مړینې خبر په واشنګټن کې د یمن د سفاتر او یمني حکومت تایید کړی دی.

خبریالان وايي، که چېرې دغه خبر ریښتیا شي، نو "په عربي نړۍ کې به د القاعدې شبکې لپاره به د السعید مړینه یو لوی ګوزار وي."

په یمن کې سترې امنیتي جرګه ګۍ یوې خپرې شوې ویناپاڼې کې ویل شوي، چې "امنیتي سازمان د تېر نومبر پر ۲۸مه په صعدة ولایت کې یولړ بریالي پوځي عملیات وکړل، چې سعید الشهري په کې سخت ټپي شو، له هغه وروسته د نوموړي څرک ونه لګېد، خو اوس د هغه د مړینې راپور راغلی دی."

دغې جرګه ګۍ دا هم ویلي، چې الشهري د القاعدې شبکې له لوري "په پټه په نامالوم ځای کې خښ کړای شوی دی."

تويټر

د تېرې چارشنبې په ورځ د اسلامي وېب پاڼو د ارزونې یوه امریکايي وېب سایټ او اړوند مرکز د الشهري د "وژل کېدو" خبر خپور کړ.

همداراز، یوه سخت دریځه اسلامپاله کس هم د هغه د مړینې خبر پر ټویټر وېب پاڼه خپور کړی دی.

د یمن د دفاع وزارت د تېر ۲۰۱۲ کال د سپتمبر پر ۱۰مه د الشهري د وژنې ادعا وکړه، خو بیا وروسته القاعدې شبکې دا ادعا رد کړه.

خو الشهري د یمن دغه ادعا په تېر اکتوبر کې رد کړه.

یوځای کېدل

الشهري د القاعدې شبکې دویم جګپوړی غړی دی، چې په "عربي ټاپووزمه کې د القاعدې جګړه ییز عملیات پرمخ وړي."

نوموړي د ۲۰۰۹ کال په لومړیو کې د القاعدې شبکې د یمني او سعودي جنګیالیو د یوځای کېدو چاره پرغاړه واخیسته.

"یمن وايي "الشهري هغه کس دی، چې په ګڼو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګریزو اعمالو او پلان جوړولو کې لوی لاس لري."

سخت دریځو اسلام پالو پر حضرموت سارايي سیمه ولکه ټینګه کړه، خو په تېر جولای کې یمني پوځ له دغې سیمې وتلو ته اړ کړل.

یمن وايي "الشهري هغه کس دی، چې په ګڼو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګریزو اعمالو او پلان جوړولو کې لوی لاس لري.

الشهري تر نیول کېدا وروسته، ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو، خو په ۲۰۰۷ کال سعودي عربستان ته وسپارل شو.

که څه هم سعودي عربستان الشهري د سخت دریځو د پخلاینې د پروګرام په لړ کې ومانه، خو ډېر ژر بېرته په یمن کې له القاعدې شبکې سره یوځای شو.

په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې څانگه، د ٢٠٠٩ کال په جنورۍ کې، د يمني او سعودي ځوانو نړيوالو جنگياليو د دوو ډلو له يوځاى کېدو رامنځ ته شوه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .