اسراییلو ته د فلسطین خبرداری

د خپريدو وخت: 07:34 گرینویچ - پنجشنبه 24 جنوري 2013 - 05 سلواغه 1391

تېر نومبر وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین په ګټه رایه ورکړه دغه هېواد د جرمونو نړیوالې محکمې ته لار ومونده.

فلسطینیان وایې که اسراییل د ختیځ بیت المقدس نه بهر په عربي اشغال شویو سیمو کې د کورونو جوړولو بهیر ته دوام ورکړي، دوی به په نړیواله جنایي محکمه کې د اسراییلو پر ضد قانوني ګام واخلي.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي ویلي د حکومت دا پرېکړه یي په دې پورې تړلې چې داسراییلو نوی انتخاب شوی حکومت څومره د پخواني حکومت پلانونه پلي کوي.

تېر نومبر وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین په ګټه رایه ورکړه دغه هېواد د جرمونو نړیوالې محکمې ته لار ومونده.

خبریالان وایي دغه ګام ته تر ډېره د خپلواک فلسطین په رسمیت پېژندلو په سترګه کتل کېږي . ښاغلي مالکي ویلي د اسراییلو کور جوړونه د سولې پر وړاندې یو خنډ دی.

"د اسراییلو لخوا د ناقانونه کور جوړونې کمپاین دغه راز د دوو هېوادونو تر منځ سولې ته د رسېدو پر وړاندې اساسي خنډ جوړوي. هغه دوه هېوادونه چې د یو بل تر څنګ په سوله او امن کې د ژوند کولو خیال لري. د کور جوړونې چارو درول یو مخکینی شرط نه، بلکې یوه قانوني اړتیا ده."

"د جنورۍ په نیمايي کې د اسرایيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ویلي و، حکومت به يې په لوېديځه غاړه کې يوه نوي يهودي مېشت ځای جوړولو له پلانه لاس وانه خلي."

بل لور ته د جنورۍ په نیمايي کې د اسرایيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ویلي و، حکومت به يې په لوېديځه غاړه کې يوه نوي يهودي مېشت ځای جوړولو له پلانه لاس وانه خلي.

ښاغلي نتنياهو وروسته له هغه دغه خبرې کولې چې سلګونه فلسطيني احتجاجيان له دغه ځايه وشړل شول، چې نيول شويو فلسطيني ځمکو دننه دی.

د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو هوډ څرګند کړ چې پر دغه ځای د يوه نوي يهودي مېشت ځای جوړولو پلان به پر مخ وړي، چې په اسرائيلو کې په (E1) پېژندل کېږي.

فلسطينيان وايي په (E1) سيمه کې نوی مېشت ځای به د عربانو ختيځ بيت المقدس له نورو فلسطيني سيمو پرې کړي، او راتلونکي کې به د سره تړلي فلسطيني دولت رامنځ ته کېدو مخه ونيسي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .