امریکا:مېرمنو ته په جګړیزو عملیاتو کې د ګډون اجازه

د خپريدو وخت: 11:13 گرینویچ - پنجشنبه 24 جنوري 2013 - 05 سلواغه 1391

د امریکا د دفاع وزارت تېر کال هغه مهال پر ښځو په پوځ کې د ګډون په لړ کې بندیزونه نرم کړل، چې د جګړې په لومړیو کرښو کې د دوی لپاره د ۱۴۵۰۰ دندو زمینه برابره شوه. له دې مخکې د ښځو لپاره د دغه ډول دندو په اړه بندیز لګېدلی و.

د امریکا دفاع وزارت وایي وزیر لیون پنیټا به په میرمنو په جګړه ییزو عملیاتو کې په برخه اخیستو لګیدلي بندیز پورته کوي. دا پرېکړه د لومړۍ لیکو او کمانډو دندو لپاره سلګونه زره مېرمنو ته د فعالیت فرصت برابروي.

د دې پرېکړې له مخې به ۲۳۰ زره مېرمنو ته د امریکا په پوځ کې د دندې موندلو فرصت چمتو شي، چې ډېرې به یې د پلي ځواکونو په لیکو کې ګډون وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت تېر کال هغه مهال پر ښځو په پوځ کې د ګډون په لړ کې بندیزونه نرم کړل، چې د جګړې په لومړیو کرښو کې د دوی لپاره د ۱۴۵۰۰ دندو زمینه برابره شوه. له دې مخکې د ښځو لپاره د دغه ډول دندو په اړه بندیز لګېدلی و.

د افغانستان او عراق په جګړو کې ښځینه پوځیانو د طبي کارکوونکو، نظامي پولیسو او استخباراتي مسوولینو په توګه دنده تر سره کوله او کله نا کله دغه مېرمنې د جګړې لومړیو کرښو ته هم استول کېدې. خو په رسمي توګه ورته اجازه نه ورکول کېده، چې د جګړې د لومړیو کرښو د ټولیو برخه شي.

بل لور ته سپینه ماڼۍ وایې ولسمشر اوباما به په اروپا کې د ناټو د عمومي قومندان په توګه د جنرال جان آلن په نومونه کې بدلون نه راولي. دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې د پینټاګان یوې پلټنې کې یوې مېرمني ته د برېښنا لیکونو استونه کې د احتمالي ناسم چلند څخه جنرال آلن سپین راووت.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .