څېړنه: د ایډز وایروس "میلیونونه کاله" مخکې هم و

د خپريدو وخت: 06:23 گرینویچ - شنبه‬ 26 جنوري 2013 - 07 سلواغه 1391

د ژنونو په اړه یوې نوې څېړنې ښودلې ده، چې (ایچ ای وي) وایروس ته ورته نور وایروسونه تر ډېره د افریقا مېشتو بیزوګانو په بدنونو کې له ډېر پخوا راهیسې موندل شوی.

څېړونکي په دې اند دي، چې د (ایچ ای وي) دغه وایروس چې د ایډز لامل ګرځي، لسګونه زره کاله مخکې نه دی موندل شوی، بلکې میلیونونه کاله مخکې هم و.

د ایډز وایروس په شلمه پېړۍ کې کشف شو، خو پوهانو وویل چې دې ته ورته نور وایروسونه (چې د سست وایروس په نامه هم یادېږي) له ډېر وخت راهیسې په بیزوګانو کې و.

د ژنونو په اړه یوې نوې څېړنې ښودلې ده، چې (ایچ ای وي) وایروس ته ورته نور وایروسونه تر ډېره د افریقا مېشتو بیزوګانو په بدنونو کې له ډېر پخوا راهیسې موندل شوی، چې د لرغونتوب نېټه یې د پنځو او ۱۲ میلیون کالو ترمنځ ښودل شوې ده.

دا د دغه وژونکي وایروس په اړه تر ټولو تازه څېړنه ده.

د (ایچ ای وي) وایروس له کبله په ګرده نړۍ نژدې ۳۴ میلیون کسان اغېزمن شوي دي.

دغه وایروس او ناروغي په تېره شلمه پېړۍ کې هغه مهال کشف شوه، چې ویل کېدل له بیزوګانو انسان ته لېږدول شوې ده.

یوې مخکنۍ ورته څېړنې ښوولې وه، چې د ایډز وایروس ته ورته نور وایروسونه ان لسګونه زره کاله مخکې هم موجود و، خو نوې څېړنې ویلي، چې تر شلمې پېړۍ پورې د دغو وایروسونو زور یوڅه لږ شوی و.

د واشنګټن پوهنتون او سرطان ناروغۍ د څېړنو مرکزی فروېډ (ایچ ای وي) وایروس ته ورته د ځینو وایروسونو داسې نښې موندلې دي، چې تر ډېره په بیزوګانو، ګوریلاګانو او مکاک بیزوګانو کې موجودې دي، چې د ځنګلي انسان په نامه هم یادېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .