مصر ۲۱ کسان په اعدام محکوم کړل

د خپريدو وخت: 05:50 گرینویچ - شنبه‬ 26 جنوري 2013 - 07 سلواغه 1391

د اخوان المسلمین ګوند دفترونه هم په نشه شوي دي او له څلور بېلابېلو سیمو څخه د دغه ګوند پر دفترونو د بریدونو رپوټونه ورکړل شوي دي.

مصر کې یوې محکمې د فوټبال لوبې پرمهال په رامنځ ته شوې شخړې کې ښکېل ۲۱ کسان په اعدام محکوم کړل.

دغه شخړه د تېر کال په فبرورۍ کې د دوو لوبډلو د پلویانو تر منځ رامنځ ته شوه، چې په پایله کې یې ۷۴ کسان وژل شوي وو.

د مصري محکمې دغه پرېکړه داسې مهال کړې، چې په دغه هېواد کې د انقلاب د دویمې کلیزې پر مهال له زور زیاتي ډک احتجاجونه دوام لري.

کلېکاږل د مظاهرو انځوریز راپور وګورﺉ

د تازه نښتو په ترڅ یو مصری افسر وروسته تر هغه ووژل شو، چې د پورټ سعید زندان شاوخوا د هغو خلکو د اړدوړ مخه یې نیوله، چې د کورنۍ ښکېل غړي یې په اعدام محکوم شوي وو.

محکمې په اعدام پاتې کسان، چې شمېر یې ۵۲ کېږي، ځنډولي چې نهه په کې پولیس افسران دي.

د دوی د اعدام وروستۍ پرېکړه به د راتلونکي مارچ د نهمې نېټې په جلسه کې کېږي، خو تر هغه وخته به بندیان وي.

د پورټ سعید د وژنو د عاملینو د قصاص په تړاو وړاندې مظاهرې هم شوې وې.

انقلاب

مصر کې د دغه هېواد د انقلاب د دویمې کلیزې پر مهال د امنیتي ځواکونو او حکومت ضد مظاهره کوونکو تر منځ په اخ و ډب کې پنځه کسان وژل شوي او تر ۱۸۶ ډېر ټپیان دي.

د پورټ سعید ۲۰۱۲ د فوټبال وژنه

  • د ۲۰۱۲ فبرورۍ په ۲ د پورټ سعید سټډیم کې ۷۲ کسان ووژل شول
  • د المصري او الاهلي فوټبال کلپونو ترمنځ شخړه تر وژنې ورسېده
  • د لوبې تر پای ته رسېدو وروسته د فوټبال مینه والو د الاهلي پر لوبغاړو بریدونه وکړل
  • ډېری کسان په کشولو، ساه بندۍ او راګیرېدو کې ووژل شول
  • دا د مصر د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ پېښه وه

د ډاکټرانو په وینا سویس کې د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ اخ و ډب کې پنځه کسان وژل شوي دي.

بل لور ته د مصر د روغتیا وزارت چارواکي وايي قاهره، اسکندریه او یو شمېر نورو ښارونو کې د تشدد د لړۍ په بهیر کې له ۱۸۶ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د اخوان المسلمین ګوند دفترونه هم په نښه شوي دي او له څلور بېلابېلو سیمو څخه د دغه ګوند پر دفترونو د بریدونو رپوټونه ورکړل شوي دي.

اسکندریه، بورسعید او نورو ښارونو کې هم د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ د اخ وډب رپوټونه ورکړل شوي، ویل کېږي، چې مظاهره کوونکو پر یو شمېر دولتي ودانیو بریدونه کړي.

د پولیسو په وینا پرون قاهره کې پولیسو د هغو مظاهره کوونکو د شړلو لپاره اوښکې بهوونکي ګاز وکاراوه، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته له شته امنیتي خنډونو تېر شول. پولیسو د مظاهره کوونکو کېږدۍ هم ویجاړې کړې.

له دې مخکې مظاهره کوونکو د تحریر میدان لور ته د غځېدلو لارو په اوږدو کې د تالاشۍ پوستې جوړې کړې وې، چې د تلونکو راتلونکو پېژندګلوي وشي.

یو شمېر نورو کسانو بیا د هغو کسانو تصویرونه له ځانه سره اخیستي وو، چې د پروسږ کال او وړم کال په مظاهرو کې ووژل شول.

"ما د ټاکنو پر مهال محمد مرسي ته رایې ورکړه، ځکه ما نه غوښتل، چې د پخواني حکومت یو کس هم په حکومت کې پاتې شي، خو محمد مرسي په خپلو ژمنو و نه درېد، د اقتصاد حالت ډېر ناوړه دی."

یو مظاهره کوونکی

مظاهره کوونکو پر ولسمشر محمد مرسي او د هغه پر ګوند اخوان المسلمین تور ولګاوه، چې له انقلاب سره یې خیانت کړی، خو ولسمشر مرسي دغه ډول تورونه رد کړي دي.

د ولسمشر مرسي پر ضد زرګونه احتجاج کوونکي په تحریر میدان کې راټول شوي وو. بل لور ته ولسمشر مرسي په یوه پیغام کې له مصریانو غوښتي، چې د انقلاب کلیزه په سوله ییز ډول ولمانځي.

له رویټر خبري اژانس سره د خبرو پر مهال د کیڼ لاسي سیاست اړوند فعال حمدین صباحي د ولسمشر مرسي ګوند ته په اشارې سره وویل" زموږ انقلاب دوام لري، موږ په دې هېواد کې د یوه ګوند واکمني ردوو، موږ د اخوان المسلمین حاکمیت نه منو."

یوه مظاهره کوونکي حیني ریګي بي بي سي ته وویل"ما د ټاکنو پر مهال محمد مرسي ته رایې ورکړه، ځکه ما نه غوښتل، چې د پخواني حکومت یو کس هم په حکومت کې پاتې شي، خو محمد مرسي په خپلو ژمنو و نه درېد، د اقتصاد حالت ډېر ناوړه دی."

د مصري ولسمشر محمد مرسي ګوند اخوان المسلمین د انقلاب د کلیزې پر مهال په رسمي توګه د لاریونونو اعلان و نه کړ.

تېر کال د پورټ سعید پېښه کې ۷۲ کسان ووژل شول.

خو د ملګرو ملتو د اتومي انرژۍ د نړیوال پروګرام پخواني مشر محمد البرادعي د ټیوټر پیغام په وسیله له خلکو وغوښتل، چې د انقلاب هدفونو ته د رسېدو لپاره په تحریر میدان کې سره یو ځای شي.

ولسمشر مرسي تېره میاشت د پراخ واک له تر لاسه کولو وروسته د خپل هېواد د نوي ناندریز اساسي قانون په اړه ټولپوښتنه وکړه، چې له امله یې په دغه هېواد کې سیاسي اړودوړ رامنځ ته شو.

د مصري محکمو ډېرو قاضیانو د دې ټولپوښتنې له څارلو انکار وکړ، چې په کې ۶۳ سلنه رایې ورکوونکو د نوي اساسي قانون لپاره د تایید رایې ورکړه، خو د رایې اچوونې سلنه د ۳۳ په شاوخوا کې وه.

د یادونې ده، چې له واک نه د پخواني ولسمشر حسني مبارک د لېرې کېدو دوه کلونه بشپړ شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .