"د شونډو رنګ په ځای چاقو ګرځوﺉ"

د خپريدو وخت: 09:56 گرینویچ - شنبه‬ 26 جنوري 2013 - 07 سلواغه 1391

ځايي پولیس وايي دغه چاقوګان (خطرناک) نه دي.

د هند په مهاراشټرا ایالت کې شیوسینا ګوند خپلو ښځینه فعالانو ته له ځانه د دفاع کولو لپاره چاقو ګان ورکړي. دغه اقدام په پلازمېنه ډیلي کې پر یوې ځوانې نجلۍ ډله ییز جنسي تېري ته په پام سره شوی.

د شیو سینا ګوند د مشر بال ټاکرې د تلین پر مهال ممبۍ ښار کې د یاد ګوند پر ښځینه غړو چاقو ګان ووېشل شول.

د شیو سینا ګوند یوه ویاند ویلي، دوی به ښځو ته له ځانه د دفاع په خاطر نور زرګونه کوچني چاقوګان هم ورکړي.

ډیلي کې تېر ډسمبر د فزیوتهراپي پر یوې ۲۳ کلنې محصلې له ډله ییز جنسي تېري وروسته په ټول هند کې سخته غوسه راوپارېده. د احتجاجي مظاهرو په بهیر کې له حکومته غوښتنه وشوه، چې د ښځو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.

"هغسې، چې سابه غوڅوﺉ، کټ مټ د هغه سړي لاس غوڅ کړي، چې تاسې ته لاس اچوي."

اجې چودري

د اي ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې د دغه ګوند د یوه مشر اجې چودري له قوله ویل شوي، چې هغسې، چې سابه غوڅوﺉ، کټ مټ د هغه سړي لاس غوڅ کړي، چې تاسې ته لاس اچوي.

د نوموړي وینا ښځې باید دغه درې انچه چاقوګان په خپل لاس بیک کې وساتي. د اجې چودري په وینا د ګوند مشر بال ټاکرې به ویل، چې ښځې باید په خپلو لاس بیکونو کې د شونډو رنګ په ځای رامپوري( کوچني چاقوګان) وساتي.

د نوموړي په خبره موږ ښځو ته ځکه دغه چاقوګان ورکوو، چې دوی وکولای شي، له ځانه دفاع وکړي. بل لور ته ځايي پولیس وايي دغه چاقوګان (خطرناک) نه دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .