د برازیل یوه نایټ کلب کې اور ۱۸۰ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 13:21 گرینویچ - 27 جنوري 2013 - 08 سلواغه 1391

په پېښه کې د قربانیانو شمېر ډېرېدونکی دی.

د برازیل سوېل کې د نایټ کلپ په اورلګېدو کې لږترلږه ۱۸۰ کسان وژل شوي دي.

اور په جنوبي ښار سانتا ماریا کې لګېدلی دی.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې اور هغه مهال پیل شو، چې اور لوبه پیل شوه.

چارواکو ویلي، چې د اور لمبې او لوګي تر ودانۍ بهر راووتل.

ګڼ کسان د لوګي له کبله مړه شوي دي.

د برازیل ګلوبو تلوېزیون ویلي، مړي د اور لګېدو له سیمې مړي ایستل شوي دي.

د اور وژنې مامورین په لانورو قربانیانو پسې ګرځي.

د دغې ادارې مشر ګایدو دي میلو سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، چې مامورین یې د نورو قربانیانو په لټه کې دي.

ویل کېږي، چې ډېری کسان د ساه تنګۍ، زهرجنو غازو او ټېل ماټېل له کبله وژل شوي دي.

له نایټ کلبه د وتلو یوازې یوه لاره وه.

د اور وژنې مامورینو ځینې مصنوعي دېوالونه د مړو او ژوبلو کسانو د رایستلو لپاره ویجاړ کړي دي.

د پېښې په سیمه کې یوه خبریال ویلي، چې د پېښې په وخت کې په نایټ کلب کې نژدې ۲۰۰۰ کسان وو، چې په غالب ګومان د شنبې پر شپه هلته ګڼ کسان ورځي.

سلګونه ژوبل شوي کسان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

چارواکو ویلي، چې د پېښې ځای له لوګي ډکی دی.

سانتا ماریا یو ګڼ مېشتی ښار دی، چې د وګړو شمېر یې نژدې ۲۵۰۰۰۰ کسانو ته رسېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .