مصر کې د وژل شویو شمېر ۳۰ ته ورسېد

د خپريدو وخت: 07:08 گرینویچ - 27 جنوري 2013 - 08 سلواغه 1391

د دولتي خبري اژانس (مینا) په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې د شنبې د ورځې په اړودوړ کې د فوټبال دوه لوبغاړي هم وژل شوي دي.

د مصر په بورسعید ښار کې د یوې محکمې له لوري ۲۱ کسانو ته د اعدام له سزا ورکولو ورسته اړودوړ پیل شو، چې په کې د وژل شویو شمېر ۳۰ او د ټپیانو شمېر نژدې ۳۰۰ کسانو ته رسېدلی.

د محکوم شویو کسانو پلویانو د پولیسو پر مرکزونو برید وکړ او د هغه زندان ماتولو هڅه یې وکړه، چې محکوم شوي کسان په کې ساتل کېږي.

له دې وروسته په یاد ښار کې د اړودوړ په پایله کې ۲۸ نور کسان ووژل شول او له ۳۰۰ زیات ټپیان شول.

د دولتي خبري اژانس (مینا) په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې د شنبې د ورځې په اړودوړ کې د فوټبال دوه لوبغاړي هم وژل شوي دي. په وژل شویو لوبغاړو کې لومړی کس د المصري فوټبال کلب پخواني ګول ساتونکی تعمیر الفلاح دی او دویم کس د بورسعید کلب لوبغاړی محمد الدادهوي دی.

د مصر ملي امنیتي شورا، چې ولسمشر محمد مرسي یې مشرتوب کوي، د زور زیاتي پېښې غندلې او د خبرو اترو غوښتنه یې کړې ده.

د شورا غړي وايي دوی به په اغېزمنه سیمه کې په تګ راتګ د بندیز لګولو په اړه غور وکړي. د زورزیاتي دغه پېښې د پوځ له ځای پر ځای کېدو وروسته هم دوام لري.

بل لور ته پلازمېنه قاهره کې د کورنیو چارو وزارت ودانۍ ته څېرمه د پولیسو او احتجاج کوونکو تر منځ اخ و ډب شوی. ودانۍ ته د مظاهره کوونکو د رسېدو د مخنیوي لپاره پولیسو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی.

"محکمې دغه پرېکړه داسې مهال کړې، چې د مصري انقلاب له دویمې کلیزې سره هممهاله په مصر کې حکومت ضد مظاهرې دوام لري."

له دې مخکې د شنبې په ورځ د حسني مبارک حکومت د ړنګېدو دوه کاله بشپړېدو سره هممهاله احتجاجي مظاهرې وشوې، چې په کې ټول هېواد کې اووه تنه وژل شوي او تر څلور نیم سووه ډېر ټپیان شوي دي.

محکمې دغه پرېکړه داسې مهال کړې، چې د مصري انقلاب له دویمې کلیزې سره هممهاله په مصر کې حکومت ضد مظاهرې دوام لري. د فوټبال لوبې پر مهال اړودوړ هغه مهال پیل شوی و، چې د لوبې له ګټلو وروسته د المصري لوبډلې پلویان لوبغالي ته ننوتل او د بایلونکې لوبډلې الاهلي پر پلویانو یې برید وکړ.

المصري لوبډله ډېره پیاوړې نه بلل کېده، خو هغه لوبه یې د یوه په مقابل کې په دریو ګولونو ګټلې وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .