هند: پولیسو هغه مور نیولې چې لور یې پلورلې

د خپريدو وخت: 12:27 گرینویچ - 27 جنوري 2013 - 08 سلواغه 1391

هند کې د بېوزلۍ له امله یو شمېر مېندې پلرونه خپل اولادونه پلوري، چې ډېرې یې نجونې وي.

د هند په راجستان ایالت کې هغه مور نیوله شوې، چې پرې د خپلې لور پلورولو تور لګېدلی. د ځايي پولیسو په وینا دغې مور دوی ته ویلي، چې د اته زره ډالره جریمې د پرې کولو لپاره یې خپله لور په ۱۲ زره ډالره وپلورله.

پر نوموړې مېرمنې دغه جریمه د کلي جرګې لګولې وه. پولیس وايي یوه ښځه او سړی یې هم نیولې، چې د بشري قاچاق لپاره یې یاده نجلۍ پېرودلې وه.

هند کې د بېوزلۍ له امله یو شمېر مېندې پلرونه خپل اولادونه پلوري، چې ډېرې یې نجونې وي، چې بیا وروسته یې په بشري قاچاق کې شکېلې ډلې رانیسي او پر نورو یې پلوري.

د پولیسو په وینا نجلۍ یوه میاشت مخکې پلورل شوې وه، خو دا خبره هغه مهال رسوا شوه، چې نجلۍ د پېردونکو له منګولو د تېښتې هڅه وکړه.

قاچاق کوونکو د نجلۍ لټون کاوه، چې هغه یوه ریستورانت ته ننوته او هلته شته خلکو ورسره مرسته وکړه او پولیسو ته یې خبر ورکړ.

"پلورل شوې نجلۍ پولیسو ته ویلي، چې د پېردونکو له لوري وهل ډبول کېده او داسې پلان و، چې دا په ممبۍ ښار کې وپلورل شي."

پلورل شوې نجلۍ پولیسو ته ویلي، چې د پېردونکو له لوري وهل ډبول کېده او داسې پلان و، چې دا په ممبۍ ښار کې وپلورل شي.

د ټونګ سیمې د بشري قاچاق د مخنیوي ادارې مشر راکېش ورما ویلي، چې "موږ د نجلۍ مور او دوه پېردونکي ترچند جټ او سنتره دیوې نیولي دي."

د پولیسو په وینا د نجلۍ مور له دې امله جریمه شوې وه، چې له ځای دود دستوره یې غاړه غړولې وه. په هغې تور و، چې خپله یوه لور یې د هغه دود له مخې یوه سړي ته واده کړې وه، چې زوم د ناوې کورنۍ ته پېسې ورکوي، خو نوموړې په پای کې دغه هوکړه ماته کړه او نجلۍ یې بېرته کور ته بوتله.

د راکېش ورما په وینا پلورل شوې نجلۍ یوه خوندې ځای ته لېږل شوې، چې هلته په بشپړه توګه خوندي ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .