فضا ته د بیزو په استولو پر ایران نیوکه

د خپريدو وخت: 09:13 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391

فضا ته د شادي د استولو انځورونه په انګلیسي ژبه یوه ایراني تلویزیون خپاره کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، چې ایران د ملګرو ملتونو له پرېکړې سرغړونه کړې ده او بیزو یې فضا ته استولې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند ویلي، چې "کوچنۍ بې چاره بیزو مو ولیده، چې فضا ته د تګ په حال کې وه. خو موږ بیا هم داسې دقیق راپور نه لرو، چې ایا رښتیا تهران دا کار کړی دی او که څنګه."

د تېرې دوشنبې په ورځ ایران وویل، چې "تر ۲۰۲۰ پورې به ایران فضا ته انسان واستوي، چې په دې لړ کې مو یوه ستره لاسته راوړنه هم لرلې ده، او ۱۲۰ کیلومتره لوړې فضا ته مو یوه بیزو استولې، چې بېرته رکه روغه راستنه شوې ده."

نولاند د امریکا متحدو ایالتونو له لوري دا اندېښنه هم په ډاګه کړې ده، چې ګني ایران په ټکنالوژۍ کې پرمختګ کړی او غواړي چې ځینې فضايي ازموینې وکړي.

ویانده په دې اند ده، داسې ښکاري ایران دا وړتیا پیدا کړې ده، چې فضا ته یو جسم واستوي، او له اوږد واټن ویشتونکو بالیستيکي توغندیو سره نېغ تړاو ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا ویلي، چې ایران په دې کار سره د ملګرو ملتونو د امنیت شوار د ۱۹۲۹ نمبر پرېکړه لیک تر پښو لاندې کړی، چې پر ایران یې د اتومي وسلو د لېږدولو توان لرونکي بالستیکي توغندیو بندیز لګلوی و.

د ایران د اتومي هڅو له کبله له تهران سره د لوېديځ، په تېره بیا امریکا، اسراییل او برتانیا اړیکي ډېر ترینګلي شوي دي.

په دې لړ کې ایران په ایران کې هغه ۱۳ خبریالان نیولي، چې وايي له بهرنیو هېوادونو سره یې اړیکي لرل.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .