د نوبل جایزې آسیایي بڼه

د خپريدو وخت: 19:37 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391
سمويل يان

يان چين له لوري جوړى شوى بنسټ هر کال ډېرو محصلينو ته د چين په مهمو پوهنتونو کې د زده کړې وړيا بورسونه برابروي

تر ټولو يوه شتمن ټايواني پانگوال د نوبل جايزې آسيايي بڼه رامنځته کړې ده، دی وايي هغو سيمو ته به پوښښ ورکوي چې له سويډني جايزې پاتې شوې دي.

د آسيايي جايزې پېسې به له هغو پيسو ډېرې وي چې د نوبل جايزې گټونکو ته ورکولې کېږي.

د رونتکس د سوداگرۍ ډلې مشر سمويل يان چې په پرچون ډول د توکيو د خرڅلا، کورونو او ټوکرانو د توليد کاروبار کوي د "ټنگ جايزه" را ايستلې ده.

ښاغلى يان چې د جايزې د رامنځته کولو لپاره درې مېليارده ټايواني ډالر ورکړي وايي په دې کار سره يې تر ټولو يو ستر خوب په حقيقت بدلېږي.

هغه وويل، هيله لري دغه جايزه داسې څيړنو ته خلک وهڅوي چې ټولې نړۍ او بشر ته يې گټه ورسيږي، چينايي کلتور بډاى کړي او نړۍ په يوه هوسا ځاى بدله کړي.

دغه جايزه به د هغو سيمو خلکو ته ورکول کېږي چې د نوبل جايزه له پوښښه پاتې کېږي.

جايزه به هغو ته ورکول کېږي د پايېدونکې پرمختيا، بيولوژيکي درملو د پرمختيا، چين پيژندنې او د قانون د واکمنۍ په برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري.

د " ټنگ جايزې " ورکړه به په ٢٠١٤ کال کې پيل شي او هرو دوو کلونو کې به د ملي تړلتيا له پام کې نيولو پرته ځانگړو کسانو ته ورکول کېږي.

د جايزې گټونکي ته به ٥٠ ميليونه نوي ټايواني ډالر چې د ١،٧ ميليونو امريکايي ډالرو معادل کېږي ورکول کېږي چې نوبل جايزې نه چې ١،٢ ميليونه ډالر ده ډېرېږي.

ښاغلى يان چين کې سترې سوداگريزې گټې لري او د ده له لوري جوړى شوى بنسټ هر کال ډېرو محصلينو ته د چين په مهمو پوهنتونو کې د زده کړې وړيا بورسونه برابروي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .