"اړینه ده چې د ډرون بریدونو لړۍ روانه وساتله شي"

د خپريدو وخت: 06:32 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

د ډرون بریدونو هدف د هغو کسانو په نښه کول دي، چې پر امریکا يي بریدونه وکړل او زرګونه کسان يي ووژل. لیون پنېټا

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنېټا ویلي، د دې لپاره، چې د متحده ایالاتو په خاوره کې د نورو لویو ترهګریزو بریدونو مخه ونیوله شي، اړینه ده، چې په پاکستان او نورو هېوادونو کې د ډرون بریدونو لړۍ روانه وساتله شي.

د دفاع وزیر په توګه له دندې پرېښودو یوه ورځ مخکې ښاغلي پنېټا له ای ایف پي خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ډرون الوتکو بریدونو جاري ساتلو تړاو له هغه خطر سره دی، چې موږ ورسره مخامخ یو، موږ د جګړې په حالت کې یو، موږ د ترهګرۍ په ضد جګړه کوو او دغه جګړه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له ۱۱ راهیسې روانه ده.

د نوموړي په خبره د ډرون بریدونو هدف د هغو کسانو په نښه کول دي، چې پر امریکا يي بریدونه وکړل او زرګونه کسان يي ووژل، زه فکر کوم دا زموږ مسوولیت وو، چې له شته تکنالوژۍ نه په ګټه اخیستو هغه کسان تعقیب کړو، چې نه یوازې هغه بریدونه يي وکړل، بلکې د نورو ورته بریدونو پلانونه يي جوړول.

د لیون پنېټا په وینا ډرون بریدونه نه یوازې په پاکستان کې بلکې په یمن او سومالیا کې هم د القاعده ضد فعالیتونو یوه برخه ده.

د نوموړي په خبره( زه فکر کوم په هر ځای کې، چې ورته اړتیا وي، دغه تکنالوژي به وکاروله شي.

نوموړي د یمن د حکومت له لوري د ډرون بریدونو د تایید بېلګه یاده کړه او ویې ویل، چې هغه هېوادونه، چې دې هدف ته په رسېدو کې له موږ سره ملګرتیا کوي، هلته به موږ دا (ډرون) وکاروو.

دیادونې ده، په هغه مفصل (مینول) کې، چې د بارک اوباما حکومت د امریکايي هدفي وژنو د اصولو او قاعدې د ترتیب لپاره د (کاونټر تیروریزم پلې بک) په نوم جوړ کړی، د متحده ایالالتو د څارګرې ادارې سي ای اې له لوري په پاکستان کې دننه تر سره کېدونکي ډرون بریدونه شامل نه دي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي له رپوټ سره سم سي ای اې ته تر یوه کاله پورې د ډرون له لارې د القاعده او ‌طالبانو د پټنځایونو په نښه کولو اجازه ورکړله شوې ده.

له دې وروسته به پر یاده اداره هم په مینول کې یاد شوي اصول تطبیق شي.

د لیون پنېټا په خبره داسې اړتیا شته، چې کله نا کله د ډرون بریدونو د فعالیت جاج واخیستل شي، خود نوموړي په وینا دی، له سي ای اي نه د دې بریدونو کولو واک د امریکا پوځ ته د سپارلو پلوي نه دی.

د یادونې ده، چې ډرون بریدونو کې هغه مهال د پام وړ ډېروالی ولېدل شو، چې لیون پنېټا د سي ای اې د مشر په توګه کار پیل کړ.

د لیون پنېټا په وینا ډرون بریدونه نه یوازې په پاکستان کې بلکې په یمن او سومالیا کې هم د القاعده ضد فعالیتونو یوه برخه ده.

د نوموړي په وینا موږ باید دا په پام کې ونیسو، چې د دغه هېواد د قانون پلي کول ممکن شي، خو د دغه هېواد د خوندیتوب لپاره د پوځ له لوري د معمول په توګه د ډرون کارول سم کار نه دی.

لیون پنېټا زیاته کړه د دې بریدونو او د حالاتو د راز ساتلو څرنګوالي ته په کتو او په هغو هېوادونو کې، چې دغه بریدونه په کې تر سره کېږي، حالاتو ته په کتو سره د دې بریدونو پټ ساتل اړین دي.

د امریکا د دفاع وزیر دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې ملګري ملتونه غواړي افغانستان، پاکستان، یمن، فلسطیني سیمو او سومالیا کې پر ولسي کسانو د دې بریدونو د اغیزو په اړه معلومات راټول کړي.

دغه څېړنه کې به د ولسي وګړو مرګ ژوبلې ته پام وشي او دغه راز به معلومه شي، چې کوم سخت دریځي په دغه ډول بریدونو کې وژل شوي او په داسې کومو ځایونو کې بریدونه شوي، چې ملګري ملتونه يي جګړه ځپلې نه بولي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .