انقره کې د امریکا سفارت مخې ته چاودنه شوې

د خپريدو وخت: 13:16 گرینویچ - جمعه 01 فبروري 2013 - 13 سلواغه 1391

برید سفارت ته د ننوتلو په یوه دروازه کې شوی.

د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د امريکا د سفارت نه بهر يوه چاودنه شوې ده.

راپورونه وايي په دغه چاودنه کې یو کس وژل شوی دی.

له دغې سيمې لوګي پورته کېږي.

امبولانسونه او د اور وژلو ماشينونه سيمې ته استول شوي دي.

تر اوسه د دغې چاودنې لامل نه دی معلوم شوی.

برید سفارت ته د ننوتلو په دروازه کې شوی.

د چاودنې له سیمې لوګي پورته کېږي، امبولانسونه او د اوروژنې ډله سیمه ته رسېدلې ده.

د انقرې په دغه سیمه کې نورې بهرنۍ نمایندګۍ او بهرني دفترونه پراته دي.

د ترکیې تلوېزیون د چاودنې د سیمې انځورونه خپاره کړي، او ځینې رپوټونه وايي چاودنه د سفارت د ننه شوې ده.

یوه ناتایید شوي راپور د رویټرز خبري اژانس په حواله د امریکايي سفیر له قوله ویلي، چې په برید کې د سفارت یو ترکی کارکوونکی وژل شوی.

د سفارت کارکوونکي د بلې ودانۍ یوې خوندي سیمې ته لېږدول شوي.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا نه دی منی.

په وروستیو کلونو کې ترکیه کې د ورته بریدونو پړه اسلام پالو کردي سخت دریځو پرغاړه اخیستې ده.

دغه ترکي جلا غوښتونکي حکومت له دوی سره د مېرې په چلند تورنوي.

په ۲۰۰۷ کال کې انقره کې یوه لویه چاوده وشوه، چې نهه کسان یې ووژل او ۱۲۰ نور ټپیان کړل.

په برید کې یوه ښځه سخته ټپي شوې ده.

د جمعې ورځې دغه برید کې یوه ښځه هم سخته ټپي شوې ده.

په انقره کې د بي بي سي پخوانۍ خبریالې ګلنار متولي له عیني شاهدانو سره خبرې کړې دي.

د سفارت ودانۍ ته مخامخ د ایران د یوه هوايي شرکت مامور ویلي، چې د دوی د دفتر ښیښې ماتې شوې دي.

دی زیاتوي، چې دا یو ځانمرګی برید و.

اغلې متولي وايي، سیمه پولیسو کلابنده کړې ده.

د امریکا سفارت ودانۍ ته څېرمه د فرانسې او جرمني سفارتونو ودانۍ هم پرتې دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .