ایران سوریې ته نورې وسلې او ځواکونه استولي

د خپريدو وخت: 04:35 گرینویچ - جمعه 01 فبروري 2013 - 13 سلواغه 1391
کلنټن

کلنټن د جمعې په ورځ (فبروري ۱) په رسمي ډول خپله دنده پرېږدي.

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، چې ایران او د لبنان حزب الله شیعه ډله د سوریې په روان کړکېچ کې په لوی لاس مداخله کوي.

دا خبرې وروسته تر هغه شوې، چې سوریې د اسراییلو د برید له کبله ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په پنجشنبې (جنوري ۳۱) وویل، داسې نښې شته، چې ایران د بشارالاسد د حکومت په ملاتړ سوریې ته "نور پوځيان او پرمختللې وسلې" لېږلې دي.

اغلې کلنټن د جمعې په ورځ (فبروري لومړۍ) په رسمي ډول د بهرنیو چارو د وزارت څوکۍ پرېږدي، چې جان کیري به یې ځایناستی شي.

هیلري کلنټن اندېښنه ښودلې ده، چې "سوریې ته د ایراني جنګیالیو او پرمختللیو وسلو استول له دې اړخه خطرناک دي، چې سوري ځواکونه له دغو وسلو د ولسي خلکو په وژنه کې هېڅ سرپه نه کوي."

ابوالفضل العباس لوا

پر انټرنېټ ځینې داسې وېدیويي کلیپونه خپاره شوي وو، چې ګني د ''ابوالفضل العباس لوا'' په نامه یوې ډلې جنګیالي د جګړې په حال کې لیدل کېږي

کلنټن دا هم ویلي، چې په سوریه کې د ایران او حزب الله "مداخله او ملاتړ" د دغه هېواد له پولې بهر هم تاوتریخوالي ته لمن وهلی شي.

خو ایران وړاندې سوري حکومت ته د وسلو او جنګیالیو د استولو رپوټونه بې بنسټه بللي وو.

خو په سوریه کې مخکې داسې وسله وال کسان نیول شوي وو، چې د ایران له لوري دغه هېواد ته استول شوي وو.

د سپینې ماڼۍ له خوا دا څرګندونې داسې مهال شوې، چې اسراییلو لاهم د سوریې د ننه د برید په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

جمرایا

پر همدې مهال، سوري پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اسراییلي جنګي الوتکو د دمشق په شمال لوېديځ کې د جمرایا څېړنیز مرکز په نخښه کړی، چې دوه کسان په کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

خو ځینو سوري مخالفو ډلو ادعا کړې، چې دغه برید دوی کړی دی.

د سپینې ماڼۍ یوه امنیتي سلاکار بن رودز د اسراییلي الوتکو برید ته له څرګندې اشارې کولو پرته ویلي، چې "حزب الله ډلې ته باید د سیمې د نارامه کولو لپاره وسلې ورنه کړل شي."

"حزب الله ډلې ته باید د سیمې د نارامه کولو لپاره وسلې ورنه کړل شي."

بن رودز

دغه امریکايي چارواکي دا هم ویلي، چې په واشنګټن کې د اسراییلي پوځ د استخباراتي مشر موجودیت ته په کتو سره، شاید مخکې سپينه ماڼۍ د اسراییلو د دغه برید په اړه خبره وي.

لس ورځې وړاندې ځینو داسې استخباراتي او خبري رپوټونه ورکړل شوي وو، چې د عراق ''شیعه مجاهدین'' او د لبنان حزب الله ګوند جنګیالي د سوریې د دمشق په شاوخوا سیمو کې وسله وال فعالیت کوي.

راپور دا هم څرګنده کړې وه، چې دغه جنګیالي په دې سیمو کې د سوريې د مخالفو جنګیالیو پرضد جنګېږي.

پر انټرنېټ ځینې داسې وېدیويي کلیپونه خپاره شوي وو، چې ګني د ''ابوالفضل العباس لوا'' په نامه یوې ډلې جنګیالي د جګړې په حال کې لیدل کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .