د مالي پوځ د ټول وژنې په اړه د م. م اندېښنه

د خپريدو وخت: 06:07 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

د مالي ځواکونه د عربو او طوارق په وژلو تورن شوي.

د ټول وژنې د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي سلاکار ویلي، چې په مالي کې د پوځ له لوري د "ټول وژنې په اړه د ځینو رپوټونو په اورېدو "ډېر خواشینی" شوی دی.

رپوټونه وايي، چې د مالي پر ځینو شمالي ښارونو د حکومتي ځواکونو تر ولکې وروسته، د مالي ځواکونو هلته له خلکو د غچ اخیستو په بدل کې "ډله ییزې وژنې" کړې دي.

دینګ پخپلو څرګندونو کې ویلي، داسې رپوټونه هم خپاره شوي، چې ګني د مالي پوځ ملېشې په کرایه د عربو او طوارق قبیلې د غړو د ټول وژنو لپاره ګمارلي دي.

د دینګ دا څرګندونې داسې مهال شوې، چې د شنبې په ورځ د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند مالي ته روان دی.

اټکل دی، چې اولاند به پلازمېنه باماکو کې له مالي ولسمشر دیونکوندا تراوري سره وګوري.

عرب او طوارق

نوموړی تمبکتو ښار ته هم ورځي، چې څو ورځې مخکې فرانسوي او مالي ځواکونو له اسلام پالو وسله والو ونیو.

د مالي کړکېچ

  • ۲۰۱۱ اکتوبر: طوارق له لیبیا تر ستنېدو وروسته نوی یاغیتوب پیل کړ، دوی د قذافي پر پلوی جنګېدل
  • ۲۰۱۲ مارچ: د مالي پوځي افسرانو ولسمشر مادو توماني توري د بغاوت په ځپلو کې له دندې لرې کړ
  • ۲۰۱۲ اپریل: طوارق او اسلام پالو جنګیالیو د مالي شمالي سیمې ونیولې، دوی د خپلواکۍ غوښتنه کوي
  • ۲۰۱۲ جون: اسلام پالو ډلو تمبکتو، کیدال او ګاو ښارونو له طوارق ونیول، لرغوني اسلامي زیارتونه یې ونړل
  • ۲۰۱۲ سپتمبر: اسلام پالو یاغیانو داونتزا ښار ونیو
  • ۲۰۱۳ جنوري: اسلام پالو جنګیالیو مرکزي ښار کونا ونیو، چې د پلازمېنې د نیولو وېره یې ډېره کړې وه.

ځینې داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې د مالي ځواکونو – چې ډېری یې د هېواد د جنوبي سیمو دي- د جګړې لومړیو کرښو ته څېرمه په ځینو ښارونو کې عرب او طوارق توکمه ولسي وګړي وژلي دي.

دینګ وايي په دغو رپوټونو کې په سیفاري، موبتي، نیونو او ځینو نورو ښارونو کې د پټو اعدامونو خبرونه هم ورکړل شوي.

دی زیاتوي، په ځینو رپوټونو کې ویل شوي، چې پوځیانو د عربو او طوارق قبیلو شتمنۍ لوټلې، پر تور سرو یې تېري کړي او بیا یې په ډله ییزه توګه وژلي دي.

دغه نړیوال استازي ویلي چې "په داسې حال کې چې له سخت دریځو وسله والو د دغو ښارونو د نیولو ولسي خلکو ته د ډاډ تمه پیدا کړه، خو د عربو او طوارقو د وژنې په اړه خپاره شوي رپوټونه رښتیا د اندېښنې وړ دي."

دی دا هم وايي چې "په جګړو کې د توکمیزو او مذهبني توپیرونو او چلند چاره، په تېره بیا په پراخه او مخکې پلان شوې توګه شوي وي، د ناورین تر کچې پورې رسېدلی شي."

دینګ دا هم ویلي چې د مالي پوځ "پرته له دې چې د وګړو دین، مذهب او توکم ته وګوري، د هغوی د ساتلو دنده لري."

دینګ د جرمونو ضد نړیوالې محکمې له لوري په مالي کې د رپوټ شویو وژنو په اړه د پلټنې هرکلی کړی دی.

رپوټونه وايي د مالي پوځ په کرایه وژونکې ملېشې ګمارلې دي.

د نړیوالې محکمې مشر څارنوال فاتو بنسوده مخکې ویلي وو، چې په مالي کې پر بشري حقونو تېري شوي چې په وینا یې "په مالي کې باید د ټولو خطرناکو جرمونو ښکېل مجرمین محاکمې ته راکش شي."

پر همدې مهال، په مالي کې د بي بي سي خبریال مارک دویل وايي، لسګونه فرانسوي ټانکونه د تمبکتو او شمالي ګاو ښارونو پر لوري د تګ پرمهال لیدل شوي دي.

دی وايي، شاید دغه ځواکونه هلته د اسلام پالو سخت دریځو پرضد د جګړې د دویم پړاو د پیلېدا لپاره روان شوي وي.

فرانسوي ځواکونو د تېرې جنورۍ پر یوولسمه په مالي کې د سخت دریځو ضد عملیات پیل کړل.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .