وژونکى امريکايي نښه ويشتونکى وژل شوى

د خپريدو وخت: 04:20 گرینویچ - دوشنبه 04 فبروري 2013 - 16 سلواغه 1391

سيمه ييز پوليس وايي د هغه د وژلو دليل نه دى څرگند، خو د وژنې په تړاو يې يو شکمن کس نيول شوى.

کريس کايل اته کلن و چې له خپل پلار سره د ښکار پرمهال يې د لومړي ځل لپاره د وسلې کارول زده کړل.

خو کايل وروسته له هغه يو ښه نښه ويشتونکى شو، چې له سمندري ځواکونو سره يو ځاى شو.

د امريکا ددفاع وزارت د شمېرو ترمخه، د نښه ويشتونکو په ځانگړي جزوتام کې د خدمت د کلونو پرمهال يې ۱۶۰ کسان وژلي دي.

کایل په خپل پېژندليک کې ويلي چې تر دوه سوه پنځوس ډېر کسان يې وژلي دي.

هغه پنځه ځلې عراق کې جگړه ييزې دندې ترسره کړې دي او همدلته يې په ډېر اوږده واټن يانا نژدې دوو کیلو مترو کې زيات کسان وژلي دي.

تېرکال له بي بي سي د يوې مرکې پرمهال هغه د هغې شېبې کسه کوي چې يوه تن يې په ډزو وويشت:

"سترگې مې د يو ه بام پر سر پر يو څه ولگېدې، يو سړى مې وليد هڅه يې کوله چې ځان له سترگو پټ کړي. دوربين کې مې وليد چې له هغه سره د اوږې د سرتوغندى ويشتونکى دى. کله چې کاروان هغه ته نژدې شو، نو يو څه پورته شو او غوښتل يې چې پرکاروان ډز وکړي. خو ما خپل وار پرې لومړى کړ او په ډزو مې وويشت او د بام پرسر وغځېد."

د رمادي شیطان

کايل په خپل پېژندليک کې ويلي چې تر دوه سوه پنځوس ډېر کسان يې وژلي دي.

څنگه چې د امريکا ددفاع وزارت ويلي، کايل د عراقي اورپکو لپاره يو ناورين و، نو ځکه يې د هغه د وژلو لپاره د انعام اعلان وکړ او هغه ته يې د رمادي د شيطان مستعارنوم ورکړ.

په ٢٠٠٩ کال کې کله چې اته ديرش کلن کايل تقاعد وکړ د تکزاس په ډالس کې يې ژوند کاوه ، خو د ملکي ژوند سره د دځان د عادتولو په برخه کې يې ستونزې لرلې.

خو په هغه سيمه کې ډېره ناسته ولاړه کوله چيرې چې يې له نورو پخوانيو نښه ويشتونکو سره کتل، او همدلته يې له يو بل سړي سره مړى هم وموندل شو.

سيمه ييز پوليس وايي د هغه د وژلو دليل نه دى څرگند، خو د وژنې په تړاو يې يو شکمن کس نيول شوى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .