ویټامینونه د سړیو د سرطان خطر کمولی شي

د خپريدو وخت: 06:36 گرینویچ - دوشنبه 04 فبروري 2013 - 16 سلواغه 1391

ډاکټرانو ځینو هغو مشخصو ناروغانو ته د ویټامین لرونکو ګولیو د خوړلو سپارښتنه کړې ده، چې عمرونه یې لوړ دي.

په یوه ترسره شوې څېړنه کې، چې د امریکا طبي مجلې خپره کړې، ویل شوي، هغه کسان، چې د سرطان شک پرې کېږي، د ویټامینو خوړل د سرطان په مخنیوي کې ډېره همکاري ورسره کولی شي.

دغې څېړنې پوره لس کاله وخت اخیستی دی.

په دغې څېړنې کې نژدې ۱۵ زره نارینه وو ګډون کړی، چې عمرونه یې تر پنځوسو کلونو لوړ وو.

خو پوهانو خبرداری ورکړی، چې ځینې نورې پلټنې وايي، د خوړو سم سیستم او د مېوې او سبزیجاتو خوړل د ښې روغتیا تر ټولو غوره لار ده.

ډاکټرانو ځینو هغو مشخصو ناروغانو ته د ویټامین لرونکو ګولیو د خوړلو سپارښتنه کړې ده، چې عمرونه یې لوړ دي.

ویټامین (ډي) او کلسیم د بوډاګانو عمر اوږدويیوې نوې څېړنې ویلي چې له کلسیم سره د ویټامین "ډي" خوړل د عمر خوړلو کسانو عمر اوږدولی شي.

په دنمارک کې د ارهوس پوهنتون څېړونکو په یوه نړیواله امریکايي وېبپاڼه کې د څېړنې جزییات خپاره کړي دي.

په رابور کې راغلي چې له کلسیم پرته ویټامین ډي خوړل شاید هومره اغېزناک نه وي، لکه دواړه چې یوځای سره وخوړل شي.

همدا شان یوازې کلسیم هم هومره ګټور نه پرېوځي، لکه دواړه چې یوځای وخوړل شي.

"څېړونکو ویلي چې د ویټامین ډي او کلسیم دواړو یوځای خوړل د وینې جریان او د زړه ټکان نورمال ساتلی شي او ژونکې په سمه توګه خپله دنده ترسره کوي."

څېړونکي په دې اند دي چې "د ویټامین ډي او کلسیم ترمنځ نژدې اړیکي شته، کلسیم او ویټامین ډي نړیوالې روغتیا ته ګټور پرېوځي."

دا څېړنه پر څه باندې اویا زره ۷۰ کلنو کسانو ترسره شوې ده.

له دوی څخه یوې ډلې ته یوازې ویټامین ډي او بلې ډلې ته بیا کلسیم او ویټامین ډي دواړه ورکړل شوي، خو یوې بلې ډلې ته بیا دا دواړه نه دي ورکړل شوي.

څېړونکو ویلي پایلې یې وښوده چې په تېرو درو کلونو کې یوازې ویټامین ډي د مړینې کچه نه شي ټيټولی، خو که له کلسیم سره وخوړل شي، د مړینې کچه ٪۹ سلنه ټيټولی شي.

څېړونکو ویلي چې د ویټامین ډي او کلسیم دواړو یوځای خوړل د وینې جریان او د زړه ټکان نورمال ساتلی شي او ژونکې په سمه توګه خپله دنده ترسره کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .