شمالي کوریا ته د امریکا او جنوبي کوریا خبرداری

د خپريدو وخت: 12:03 گرینویچ - سه شنبه 05 فبروري 2013 - 17 سلواغه 1391

د ملګرو ملتو امینت شورا په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کې د شمالي کوریا له اتومي ازموینو وروسته پر دغه هېواد د توغندیو ازمویلو بندیز لګولی.

د امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا خبرداری ورکړی، که شمالي کوریا دریمه اتومي ازموینه وکړي، نو دغه هېواد به يي سختې پایلې وویني.

تېره میاشت د شمالي کوریا چارواکو وویل پر دغه هېواد د ملګرو ملتونو د بندیزونو سختو لو ځواب به د اتومي ازموینې په توګه ورکړي.

شمالي کوریا په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کې دوه ځلې اتومي ازموینه کړې او په دا وروستیو کې يي د یوې بلې اتومي ازموینې هوډ څرګند کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي د دغه هېواد د بهرنیو چارو نوي وزیر جان کیري په دې لړ کې خپل جنوبي کوریايي سیال کیم سینګ هووان سره خبرې کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وکټوریا نولنډ خبریالانو ته ویلي، دواړو وزیرانو هوکړه کړې، که شمالي کوریا د پارونې اوسني چلند ته دوام ورکړي او په دې لړ کې ګام پورته کړي، نو پایلې به يي وویني.

امریکا له دې مخکې هم شمالي کوریا ته خبرداری ورکړی و، که اتومي ازموینه وکړي، نو دا به يي یوه تېروتنه وي.

بل لور ته د روانې میاشتې په پای کې د جنوبي کوریا ګوښه کېدونکي مشرلي میونګ بیک ویلي، شمالي کوریا له یوې زیاتې اتومي ازموینې کولای شي.

د نوموړي په وینا اتومي ازموینه په دوو یا ډېرو ځایونو کې تر سره کېدای شي. د هغه په وینا ډېره سخته ده، چې شمالي کوریا له اتومي ازموینې کولو وګرځول شي او په لوړه کچه د ازموینې اشاره څرګندوي، چې دغه هېواد له یوې د ډېرو ازموینو هوډ لري.

د یکشنبې په ورځ د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ د خپل هېواد له لوړپوړو امنیتي مسوولینو سره په یوه غونډه کې د معقولو او لوړکچ د اقداماتو خبره کړې وه.

که څه هم د لوړکچ د دې اقداماتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو انګېرل کېږي، چې شاید شمالي کوریه بالاخره اتومي ازموینه تر سره کړي.

"د لېرې واټن وېشتونکي یوه توغندي له ازمویلو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر شمالي کوریا لګېدلي بندیزونه سخت کړل."

د لېرې واټن وېشتونکي یوه توغندي له ازمویلو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر شمالي کوریا لګېدلي بندیزونه سخت کړل.

په ځواب کې شمالي کوریا د خپل اتومي پروګرام په اړه د مذاکرتو په ردولو سره د خپلو پوځي او اتومي وړتیاوو ډېرولو اعلان وکړ. خو شمالي کوریا د اتومي ازموینې په اړه د مهال وېش خبره نه ده کړې.

شمالي کوریا د خپل اتومي پروګرام پر سر له تېرې یوې لسیزې راهیسې له چین امریکا، جنوبي کوریا او روسیې سره خبرې کوي او ژمنه يي کړې وه، چې د خوړو او انرژۍ په بدل کې به خپل اتومي پروګرام ودروي.

د ملګرو ملتو امینت شورا په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کې د شمالي کوریا له اتومي ازموینو وروسته پر دغه هېواد د توغندیو ازمویلو بندیز لګولی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .