د افریقا "توره بوړه"

د خپريدو وخت: 07:14 گرینویچ - چارشنبه 06 فبروري 2013 - 18 سلواغه 1391

د "فایننشل ټایمز" ورځپاڼې په لومړي مخ کې "د افریقا توره بوړه" په نامه مقاله خپره کړې ده، چې لیکوال یې د افریقايي صحرا له شمالي هېوادونو د سخت دریځو اسلامپالو د شړلو موضوع اهمیت ته کتنه کړې ده.

لیکوال وايي، چې دغه اسلامپالي باید د غرونو په پټنځایونو کې هم پرېنښودل شي.

لیکولا زیاتوي چې "که چېرې وغواړو، چې د د لوېدیځې افریقا د ادرار ډيس ایوګاس د غرونو لړۍ د افغانستان د تورې بوړې د غرونو په څېر ونه ګرځي، نو مالي ته باید نور پوځيان، سیاسي پام او په تېره بیا له اسلامپالو جنګیالیو د غرونو لړۍ پاکه کړای شي."

د مقالې لیکوال وايي، په داسې حال کې چې په مالي کې فرانسې د پوځي عملیاتو لومړی پړاو بشپړ کړ، ځینې شمالي مهم ښارونه یې له اسلامپالو جنګیالیو ونیول، اوس باید ډېر پام د پټنځایونو په پاکولو ورټول شي.

فرانسویانو ته د مالي په ښارونو کې جګړه ډېره ستونزمنه نه وه، لکه څرنګه چې دوولس کاله مخکې بهرنیو ځواکونو ته د افغانستان جګړه سخته نه وه.

لیکوال وايي، په لومړي سر کې د افغانستان له ښارونو د طالبانو ټغر ډېر ژر ورټول شو، خو بیا وروسته یې په توره بوړه کې خپل سنګر ټينګ کړ.

"د امیر ستنېدل"

اقتصادي زیان

پر ایران وروستیو اقتصادي بندیزونو دغه هېواد ته ۴۶ میلیارد ډالر زیان اړولی.

په ټایمز ورځپاڼه کې بیا د خپلې خادمې په وژلو د تورن سعودي امیر د عمري بند هغې موافقې ته اشاره شوې ده، د برتانیا د عدلیې وزیر یې هوکړه ومنله.

ورځپاڼه وايي، چې دغه سعودي امیر د پاچا عبدالله له لمسیانو څخه دی، چې څه کم درې کاله یې د برتانیا په زندان کې تېر کړي دي.

په تېر اګست میاشت کې سعودي او برتانیا د نیول شوي امیر سعود بن عبدالعزیز بن ناصر آل سعود د خوشي کولو پرېکړه وکړه.

دا لومړنی سعودی وګړی دی، له دغې موافقې ګټه اخلي.

ورځپاڼه وايي، د امیر دغه قضیه د برتانیا- سعودي ترمنځ د اړیکو د حساس کېدو لامل شوه.

په تېلو بډایه سعودي، د برتانیا د دفاعي تولیداتو لوی اخیستونکی دی، چې د دواړو هېوادونو د دفاعي تړونونو له کبله برتانیا کې زرګونه کاري فرصتونه رامنځ ته شوي دي.

د ایران فرصت

له تېر جولای راهیسې د ایران، امریکا، روسیې، چین، فرانسې، برتانیا او جرمني ترمنځ خبرې په ټپه درېدلې دي.

خو په "انډپنډنټ" ورځپاڼه کې بیا "ایران باید له فرصته ګټه واخلي" مقاله راغلې ده، چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه له لویو قوتونو سره د ایران د خبرو د موافقې موضوع ته اشاره په کې شوې ده.

له تېر جولای راهیسې د ایران، امریکا، روسیې، چین، فرانسې، برتانیا او جرمني ترمنځ خبرې په ټپه درېدلې دي.

ورځپاڼه په دې اند ده، چې لاهم د تفاهم چانس شته، خو د ایران د بهرنیو چارو د وزیر علي اکبر صالحي هغه خبره یې راخیستې ده، چې ویلي یې وو"د امریکا په دریځ کې بدلون د دغه هېواد له تېرو ولسمشریزو ټاکنو مخکې ناممکن و."

ورځپاڼې پر ایران د نړیوالو اقتصادي بندیزونو له کبله د اقتصادي زیان موضوع ته هم اشاره کړې ده.

وايي چې پر ایران د وروستیو اقتصادي بندیزونو له کبله دغه هېواد ته ۴۶ میلیارد ډالر زیان اړولی دی، چې ډېره برخه یې بهر ته د تېلو د صادراتو د بندیز له کبله ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .