د تونس مخالف سیاستوال ووژل شو

د خپريدو وخت: 11:05 گرینویچ - چارشنبه 06 فبروري 2013 - 18 سلواغه 1391

فرانسه کې فرېنس ۲۴ تلوېزیون ویلي، چې ښاغلی بلعید له وژل کېدا مخکې څو ځلې په مرګ ګواښل شوی و.

د تونس یو مخالف سیاستوال شکري بلعید په پلازمېنه تونس کې له خپل کوره بهر په ډوز ووژل شو.

ویل شوي چې ښاغلی بلعید د خپل کار ځای ته پر لاره په سر او مرۍ په ډزو ویشتل شوی دی.

ښاغلی بلعید د چپ اړخي ملتپال دیموکرات ګوند مشر و.

تونس په داسې حال کې له سیاسي بحران سره مخامخ دی چې له ډېر انتظار وروسته پر کابینې بیا کتنه کېده خو له کومې پایلې پرته ودریده.

د بیا کتنې موخه دا وه چې په ایتلافي حکومت کې د ډېرو ګوندونو استازو ته ونډه ورکړل شي.

'د مرګ ګواښ'

د شکري بلعید ورور عبدالمجید بلعید خبري رسنیو ته ویلي ډېر خپه دی او نه پوهېږي چې ورور به یې چا وژلی وي:

''زما ورور ووژل شو. زه تر فشار لاندې یم.''

په تونس کې د بي بي سي خبریال سهام حسیني وايي، ګڼ تونسي وګړي د کورنیو چارو وزارت ودانۍ ته د دغه سیاستوال د مړینې په غبرګون کې راغونډ شوي دي.

لویه لادیني ډله

خبریالان وايي، بلعید یوه لویه لادیني څېره وه، چې په تونس کې تل د اسلامي څېرو او ډلو خلاف غږېدلی دی.

شكري بلعيد

خبریالان وايي، بلعید یوه لویه لادیني څېره وه، چې په تونس کې تل د اسلامي څېرو او ډلو خلاف غږېدلی دی.

خبریالان وايي ښاغلي بلعید مشهور مخالف و او د ده په مشرۍ په دین نه ولاړ سکولر ګوند په تونس کې له پاڅون وروسته واک ته ورسېد.

شکري بلعید د شنبې په ورځ د النهضه ګوند له خوا ګومارل شوي عسکر د ملتپال دیموکرات ګوند پر غونډې په برید تورن کړي وو.

فرانسه کې فرېنس ۲۴ تلوېزیون ویلي، چې ښاغلی بلعید له وژل کېدا مخکې څو ځلې په مرګ ګواښل شوی و.

خبریالان وايي، ښاغلي بلعید په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون نه و کړی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .