ایران له امریکا سره خبرې د ستونزې حل نه بولي

د خپريدو وخت: 11:01 گرینویچ - پنجشنبه 07 فبروري 2013 - 19 سلواغه 1391
خامنه ای

ښاغلي خامنه ای له امریکا سره خبرې رد کړې دي.

د ایران قضایه قوې مشر ایت الله علي خامنه ای د اتومي پروګرام په اړه له امریکا سره د ایران مخامخ خبرې د ستونزې د حل لار نه ده بللې.

نوموړي دا څرګندونې د ایران د هوايي ځواک له قومندانانو سره کړې دي.

خامنه ای دا هم ویلي "امریکا په داسې حال کې له ایران سره د خبرو وړاندیز کوي، چې د "ټوپک ماشه" یې نېغه ایران ته نیولې ده. "

په تېره شنبې، د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن د روانې میاشتې په وروستیو کې له ایران سره د مخامخ خبرو وړاندیز کړی و.

خو له تېرې چارشنبې ورځې راهیسې پر ایران د امریکايي بندیزونو لړۍ سخته شوې ده، چې په دې لړ کې شاید ایران ته د تېلو د صادراتو د درېدو له کبله سخت اقتصادي زیان واوړي.

ایران تل ویلي، چې اتومي هڅې یې د سوله ییزو موخو او د برېښنا د پراختیا لپاره دي.

پر تهران منتقدین وايي، چې د ایران حکومت د اتومي وسلو او اتوم بم جوړولو په تکل کې دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو غړيو او جرمني په تېرو څو کلونو کې د ایران د اتومي وسلو مساله ډېره جدي نیولې وه.

که څه هم تر اوسه د ښاغلي خامنه ای ټولې خبرې نه دي خپرې شوې، خو د ایران د دغه مذهبي مشر وېبپاڼې د هغه د خبرو یوه برخه خپره کړې ده.

حل لار

د ایران مذهبي مشر له امریکا سره د خبرو وړاندیز له دې کبله رد کړی، چې په وینا یې "ګڼ هېوادونه د امریکا له دې وړاندیزه خوښ دي، خو یوازې خبرې د ستونزې حل لاره نه ده."

په وروستیو ورځو کې، د ایران – امریکا ترمنځ د خبرو موضوع ګرمه شوې ده.

د امریکا مرستیال ولسمشر د جرمني مونیخ په نهه څلوېښتمه سرمشریزه کې وویل، هېواد یې "له ایران سره مخامخ خبرو ته چمتو دی، او هرکله چې ایت الله خامنه ای په جدي توګه خبرې کول وغواړي، دا خبرې کېدای شي. "

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي د دغې سرمشریزې په څنډو کې د امریکا دې وړاندیز ته په غبرګون کې وویل چې "داسې انګیرم، چې نوی حکومت دا ځل رښتیا هم غواړي د ایران په اړه خپل مخکنی دریځ بدل کړي. "

ښاغلي صالحي دا هم ویلي، د ایران او امریکا لپاره اوس یو پربل ډاډ کول ستونزمن دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .