د بلعید تر وژنې وروسته تونس نارامه شوی

د خپريدو وخت: 09:17 گرینویچ - پنجشنبه 07 فبروري 2013 - 19 سلواغه 1391

لاریونونه د تونس ګڼو ښارونو ته غځېدلي دي.

د تونس لومړي وزير حمادي جبالي د نوي حکومت جوړولو خبرې د خپل هېواد لروبر له غوسې خپرېدا وروسته کولې.

ده د خپل هېواد پر ټلوزيون وينا کې وويل نوی حکومت به سياسي تړاو نه لري، او دنده به يې چارو پر مخ بېول وي:

''پرېکړه مې وکړه چې د ملي وړتياوو حکومت جوړ کړم، چې له هېڅ ګوند سره به تړاو نه لري، د خپل وطن لپاره به کار کوي. دنده به يې ټاکلې وي، چې د بيړتيو ټاکنو ترسره کولو پورې د دولت او هېواد چارو پر مخبېول دي.''

د تونس پلازمېنې او نورو ښارونو پر سړکونو د غم او غوسې احساسات وو:

له هغه ځايه چې شکري بلعيد په کې وژل شوی، شمېرې ښيي يوه وسله وال چې د تونس دوديزې جامې يې پر تن وې، له نژدې پرې ډزې کړې دي.

د پرله پسې ګواښونو ترڅنګ ده د خپلې څېرې ارزښت ټيټولو يا هم د خپلو سياسي فعاليتونو کړۍ له تنګولو ډډه کوله.

د يوه قانوني وکيل او بشري حقونو فعال په توګه دی د (ولسي جبهه) په نامه د ګوندونو کيڼ اړخي ائتلاف کې يوه مخوره څېره، او پر واکمن (النهضة) ګوند يې بربنډې نيوکې کولې.

د ده پر مرګ په تونس کې د حکومت ضد احتجاجونه وپارېدل چې پوليسو يې پر وړاندې اوښکې بهوونکی غاز کارولی دی:

د ښاغلي بلعيد ورور عبد المجيد د ژور غم په ښکارولو د خپل ورور وژنه يو ناوړه جرم وباله، او ويې ويل ورور ته يې له مخکې ګواښونه کېدل:

"د شکري بلعيد وژنه تونسيانو ته يو ښکاره پيغام دی. پيغام دا دی يا به چوپ کېږئ، که نه نو وژنو به مو. (النهضة) ګوند غواړي پر هېواد پر خپله واکمني وکړي. په واقعيت کې ده له اوږدې مودې د مرګ ګواښونه ترلاسه کول. وروستۍ يوازې پرون و، چې په اس اېم اس ورته استول شوی و."

د عرب پسرلي زانګو

د شکري بلعيدي ورور پر واکمن (النهضة) ګوند تور لګولی، چې د دغې پېښې ترشا دی. خو دغه ګوند پرې لېګدلې تورونه په کلکه رد کړي دي.

تونس چې په پرله پسې ډول د (عرب پسرلي زانګو) او عربي نړۍ کې د ډيموکراټيکو اصلاحاتو مخکښه بيلګه يادېده، نن د خپلې ارامۍ ساتلو سره لاس او ګرېوان، او له جدي اقتصادي ننګونو سره مخامخ دی.

د دغه هېواد ولسمشر منصف مرزوقي چې د سيکيولرانو او اسلامپاليو ترمنځ يې د تاوتريخوالي خبرداری او ګوتڅنډنه کوله، د دغې وژنې له خبر وروسته يې فرانسې ته خپل سفر لنډ کړی دی.

د شکري بلعيدي ورور پر واکمن (النهضة) ګوند تور لګولی، چې د دغې پېښې ترشا دی. خو دغه ګوند پرې لېګدلې تورونه په کلکه رد کړي دي.

څلورو مخالفو ډلو اوس د عمومي کاربنديز غږ کړی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .