عراق کې چاودونې: لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي

د خپريدو وخت: 10:35 گرینویچ - جمعه 08 فبروري 2013 - 20 سلواغه 1391

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودونو مسوولیت نه دی منلی.

عراق کې ځايي چارواکي وايي د دغه هېواد په شیعه مېشتو سیمو کې د بمي چاودونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي دي.

د دوی په وینا لومړۍ چاودنه د پلازمېنې بغداد په کاظمیه سیمه کې د جمعې په ګهیځ یوه بازار کې وشوه، چې تر لږ ځنډ وروسته په سیمه کې ولاړ یوه ګاډي کې بله چاودنه وشوه.

بل لور ته د بغداد په جنوبي برخه شومالي کې دوې موټر بم چاودنې شوي. د کربلا په ختیځه برخه هله کې د ګاډو په یوه تم ځای کې تر یوې چاودنې وروسته د همدې سیمې په مرکزي بازار کې بله چاودنه وشوه.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودونو مسوولیت نه دی منلی.

رپوټونه وايي د فبروري په لومړیو کې، په عراق کې د یوه ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل شول او ۷۰ ټپیان شول.

ځانمرګي برید ګر د عراق په شمال کرکوک ښار کې د موټر بم له لارې هغه برید کړی و. په لومړنیو رپوټونو کې وویل شول، چې برید د کرکوک ښار د پولیسو په مرکزي دفتر شوی.

یوه ځايي چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته هغه مهال ویلي و، چې سخت دریځو هڅه وکړه، چې د پولیسو ځايي مرکزي دفتر ونیسي، خو بریالي نه شول.

"د روان ۲۰۱۳ کال له پیل راهیسې عراق کې د زور زیاتي یوه نوې لړۍ پیل شوې، چې له کبله يي درنه مرګ ژوبله اوښتې."

کرکوک کې د بېلا بېلو توکمونو کسان اوسي په دغه ځای کې د ځمکې او تیلو د ملکیت پر سر د حکومت او کردانو تر منځ د زورزیاتي پېښې رامنځ ته کېږي.

د روان ۲۰۱۳ کال له پیل راهیسې عراق کې د زور زیاتي یوه نوې لړۍ پیل شوې، چې دې پېښو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې.

عراقي چارواکي تر ډېره حده د دې پېښو پړه پر سني مذهبه سخت دریځو اچوي، چې له القاعده سره اړیکې لري. چارواکي دا هم وايي، چې کېدای شي دغه ډول پېښې دغه هېواد کې د کورنیو جګړو د بیا پیل کېدو سبب شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .