هند کې د سرکوزي والګي ۹۴ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 15:24 گرینویچ - جمعه 08 فبروري 2013 - 20 سلواغه 1391

هندي چارواکي وايي د سرکوزي د والګي ۲۴۶ پېښې په راجستان ایالت کې ثبت شوي.

رپوټونه وايي په هند کې لږ تر لږه ۹۴ کسان د تېرو پنځو اوونیو په اوږدو کې د سرکوزي د والګي له امله مړه شوي دي.

د هندوستان د روغتیا وزارت وايي د سرکوزي د والګي ۴۵۰ پېښې ثبت شوي چې اکثره یې په شمالي ایالت راجستان کې دي.

چارواکي وايي څېړنې کوي چې د سرګوزي د والګي د خپرېدو لامل معلوم کړي خو ځینو کارپوهانو وار دمخه ویلي چې په ژمي کې د تودوخې د درجې د ډېر ټیټوالي له امله د سرګوزي د والګي ناروغي خپره شوې ده.

همدې ناروغۍ په ۲۰۰۹ کال کې په هندوستان کې ۹۸۱ کسان، په ۲۰۱۰ کې ۱۷۶۳، په ۲۰۱۱ کال کې ۷۵ او په ۲۰۱۲ کال کې ۴۰۵ کسان ووژل.

هندي چارواکي وايي د سرکوزي د والګي ۲۴۶ پېښې په راجستان ایالت کې ثبت شوي چې له دې ډلې ۵۴ کسان مړه شوي او په ډیلي کې بیا د روان میلادي کال له پیله تر اوسه ۶۰ پېښې ثبت شوي چې درې کسان یې مړه شوي دي.

په ډیلي کې چارواکو ۲۲ روغتونونو او ۵ شخصي کلینیکونو ته امر کړی چې د سرګوزي په والګي د اخته کسانو د درملنې لپاره جلا خونې جوړې کړي دي.

روغتیايي چارواکو خلکو ته ویلي چې وارخطا نه شي او د ناروغۍ د مخنیوي لارې چارې غوره کړي.

د سرګوزي د والګي نښې نښانې:

د سرکوزي والګی چې په اېچ یو اېن یو مکروب پېژندل کېږي په لومړي ځل په ۲۰۰۹ میلادي کال کې په مکسیکو کې ولیدل شو او بیا په چټکۍ سره د نړۍ نورو برخو ته هم ولېږدېد.

که څه هم د سرکوزي والګی په لومړي ځل په سرکوزو کې ومندل شو خو اوس دا ناروغي په انسانانو کې هم لیدل کېږي.

ساینس پوهان وايي د سرکوزي د والګي نښې نښانې د انسانانو د عادي والګي په شان وي یعنی پرې اخته کس تبه لري، ټوخېږي، مرۍ یې خوږېږي، بدن یې خارښت کوي او ساړه یې کېږي.

د سرکوزي په والګي په اخته ځینو کسانو کې د زړه بدوالی او قبضیت هم لیدل کېږي.

کارپوهان وايي هغه کسان چې د سرکوزي په والګي په اسانۍ اخته کېدای شي میندواره ښځې، ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، له ۶۵ کلونو څخه د ډېر عمر لرونکي او هغه وګړي دي چې د زړه، ساه لنډۍ او شکرې په ناروغیو اخته وي.

د سرکوزي والګي له ۲۰۰۹ کال راهیسي په ټوله نړۍ کې ۲۰۰۰۰۰ کسان وژلي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .