د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا نښتې شوې

د خپريدو وخت: 07:34 گرینویچ - شنبه‬ 09 فبروري 2013 - 21 سلواغه 1391

پولیسو مظاهره کوونکي په اوښلن غاز تیت پرک کړي دي.

مصري ځواکونو په قاهره کې د ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا له تېرې جمعې ورځې راهیسې د اړدوړ هغه څپې کنټرول کړې دي، چې د ولسمشرۍ پر ماڼۍ یې تېږې، له تېلو ډک بوتل ور ګوزار کړل او له ممنوعه سیمې راتاو شوي اغزن تارونه یې له منځه یووړل.

مظاهره کوونکي د تېرې جمعې ورځې تر لمانځه وروسته، د ولسمشرۍ تر ماڼۍ راتاو شول، چې هم مهاله په ځینو نورو ښارونو کې هم ورته لاریونونه وشول.

پولیسو پر مظاهره کوونکو اوښلن غاز وشینده او تیت پرک یې کړل.

عیني شاهدان وايي، لاریون کوونکو سوځوونکي بوتل پر ماڼۍ وویشتل او د تیږو ګوزارونه یې کول.

په قاهره کې د سیاسي مخالفانو پلوي کسانو مظاهرې وکړې، او د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته تر زرو ډېر کسان راغونډ شوي وو، چې د واکمن نظام پرضد یې شعارونه ورکول.

په مصر کې د ولسمشرۍ د ځانګړي ګارد قومندان د قصر د ښې ساتنې امر کړی و.

لاریون کوونکو د مظاهرې پرمهال د ولسمشر محمد مرسي عکسونه څيرې کړل.

لاریون کوونکي وايي، زرګونه پلویان یې د مصر د ګڼو ښارونو واټونو ته راوتلي او د واکمن نظام د ړنګېدا غوښتنه لري.

دوی وايي، چې نوي نظام د هغه پاڅون غوښتنې پوره نه کړې، چې په پایله کې یې مخکنی ولسمشر حسني مبارک راوپرځېد او د هغه کابینه ړنګه شوه.

"د مصر پلازمېنې قاهرې د ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا او ځینو نورو ښارونو کې له تېرې ورځې راهیسې اړدوړ کنټرول شوی دی."

د ملي ژغورنې جبهې فعالین، چې ډېری مظاهره کوونکي یې پلویان دي، د قاهرې په ختيځ کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته راغونډ شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي، چې مظاهره کوونکي د جمعې په ورځ په نورو ښارونو کې هم واټونو ته راوتلي وو.

په تېرو دوو اوونیو کې د مصر په ناامنیو کې لږترلږه ۵۹ کسان د پولیسو او مظاهره کوونکو د اخ و ډب تر منځ وژل شوي دي.

دغه وژنې تر ډېره په پورټ سعید کې شوې دي.

لاریونونه وروسته تر هغه ډېر شول، چې مصري محکمې د مصر د فوټبال سیالیو په اړدوړ کې د څه باندې ۷۰ وژل شوو کسانو په قضیه کې ۲۱ تورنو ته د کلېکاږل اعدام سزا واوروله.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .