په هند کې د کومب مېله پېل شوه

د خپريدو وخت: 04:33 گرینویچ - 10 فبروري 2013 - 22 سلواغه 1391

زايرين هغه ځاى ته د لمبلو لپاره ورځي چې گنگا او جمنا سيندونه سره يوځاى کېږي.

شاوخوا ١٢ ميليون هندو زايرين د يو لړمذهبي مراسمو لمانځلو لپاره د هند په شمال کې سره غونډ شوي چې د نړۍ تر ټولو لوى مذهبي مراسم بلل کېږي.

د کومب مېله د اتر پرادېش په الله اباد ښار کې، په دوولسو کلونو کې يو ځل جوړېږي.

تمه ده چې د نن ( يکشنبې) په مراسمو کې له ٢٠ نه نيولې تر دېرشو ميليونو پورې وگړي گډون وکړي چې په گنگا سيند کې د لمبلو لپاره تر ټولو مبارکه ورځ بلل کېږي.

زايرين هغه ځاى ته د لمبلو لپاره ورځي چې گنگا او جمنا سيندونه سره يوځاى کېږي.

هندوان په دې باور دي چې له دې کړنې سره د دوى گناوې وينځل کېږي.

لسگونه زره پوليس د امنيت خوندي کولو په موخه په سيمه کې ځاى پر ځاى شوي دي.

د کومب مېله په دولسو کلنو کې يو ځل لمانځل کېږي

د بي بي سي خبريال سنجې مجومدار له الله اباد نه په خپل را لېږلي رپوټ کې ليکلي دوولس ميليون کسان وار له مخه دلته غونډ شوي او اوس هم د هر ساعت په تېرېدو نور زايرين جوپه جوپه را رسېږي.

کومب مېله کې گډون لپاره زايرين د هند له لر او بر او ان ځينې له بهرنيو هېوادونو نه راغلي.

"نن ورځ په دغو اوبو کې غوټه وهلو لپاره تر ټولو سپېڅلې ورځ بلل کېږي. "

ډېرى دغه وگړي د گنگا د سيند پر غاړې سره غونډ شوي. نن به دوى په ليکه ولاړ وي خپل نوبت ته به انتظار کوي چې د گنگا په اوبو کې غوټه ووهي.

نن ورځ په دغو اوبو کې غوټه وهلو لپاره تر ټولو سپېڅلې ورځ بلل کېږي.

زايرين به دغه مراسم د زرگونو په ايرولړو سادوانو، او د هندوييزم د بېلابېلو فرقو او طريقو د روحاني مشرانو په مشرۍ ترسره کوي. دغه مراسم له پېړيو راهيسې لمانځل کېږي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .