"د زرداري خلاف د فساد دوسیې نه پرانیستل کېږي"

د خپريدو وخت: 12:13 گرینویچ - 10 فبروري 2013 - 22 سلواغه 1391

د پاکستان دولتي راډیو په یوه راپور کې ویل شوي، چې سویس چارواکو په یوi لیک کې پاکستاني مقاماتو ته په دې اړه ویلي دي.

پاکستان د سویسي چارواکو د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې وایي د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري پر خلاف د فساد دوسیې نه پرانیستل کېږي، ځکه هغه د یوه هېواد د مشر په توګه په نړیواله سطحه له دې چارې معافیت لري.

د پاکستان دولتي راډیو په یوه راپور کې ویل شوي، چې سویس چارواکو په یوه لیک کې پاکستاني مقاماتو ته په دې اړه ویلي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر قمر زمان کایره ویلي چې د سویس حکومت دغې پرېکړې د حکومت دریځ باوري کړ.

تېر کال د پاکستان حکومت په اسلام آباد کې د سترې محکمې تر فشارونو وروسته له سویس څخه د دغو دوسیو د بیا ارزونې غوښتنه کړې وه.

د پاکستان د سترې محکمې د همدې امر پربنسټ د پاکستان د پخواني لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني پر ضد محکمې ته د سپکاوي دوسیه جوړه شوه و او د تېر کال په جون کې له همدې امله پر نوموړي د پنځو کلونو لپاره بندیز ولګېد، چې نه خو په ټاکنو کې برخه اخیستی شي او نه هم د هر ډول دولتي مقام تر لاسه کولو وړتیا لري.

ولسمشر زرداري او دهغه وژل شوې مېرمن بینظیر بوټو د سویس بانکونو له لارې د میلیونونو ډالرو په سپینولو تورن دی، خو د پاکستان ولسمشر دا تورونه ردوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .