د هند کومب مېلې پرمهال ټېل ماټېل ۳۶ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 04:15 گرینویچ - دوشنبه 11 فبروري 2013 - 23 سلواغه 1391

ګڼ کسان تر پښو لاندې شوي.

د هندوستان کومب مېلې پرمهال په ټېل ماټېل کې لږترلږه ۳۶ کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې دي.

پېښه په الله اباد ښار کې شوې ده.

په لسگونو نور ژوبل شوي هم دي.

د پولیسو یوه امنیتي چارواکي بي بي سي ته وویل، لږترلږه په ټېل ماټېل کې ۳۶ کسان وژل شوي.

پېښه د مذهبي مراسمو په سیمه کې د اورګاډو په یوه اډه کې شوې ده.

وايي، خلک هغه مهال ووژل شول، چې د اورګاډي تمځي ته څېرمه د پلی خلکو د یوه پله نړېدو له کبله ټېل ماټېل پیل شو.

ګڼ کسان تر پښو لاندې شوي.

رپوټونه وايي، ډېری وژل شوي ښځې دي.

کومب مېله په شمېرو کې

  • د لمبېدونکو خلکو شمېر ۱۰۰ میلیون
  • ۵۵ ورځې۲۰ کیلومتره سیمه
  • ۸۰ میلیون لېتره اوبه څښل
  • ۳۵۰۰۰ قضا حاجت ځایونه
  • ۱۴ روغتونونو کې ۱۵۲۳۲۶ رغول شوي کسان
  • ۲۴۳ ډاکټران
  • ۳۰۰۰۰ پولیس

په هرو ۱۲ کلونو د هند په شمالي الله اباد ښار کې لسګونه میلیونه زیارت کوونکي پر یوه ځای د مذهبي مېلې لمانځلو لپاره راغونډېږي.

شاوخوا ۳۰ ميليونه هندو عبادت کوونکو د کنگا او جمنا په سيندونو کې لمبلي دي، چې پرون (یکشنبه/فبروري ۱۰) يې تر ټولو نېکبخته ورځ بلل کېده.

د بي بي سي يوه خبريال د سيند پر غاړه را ټول شوي کسان د خلکو يو سمندر بللى دى.

چارواکي وايي، دغې مېلې ته نژدې ۱۰۰ میلیون کسان له تېرې جنورۍ راهیسې د مېلې جوړېدو ځای ته تللي دي.

هندوان په دې عقیده دي، چې په ګنګا سیند کې لمبل د دوی ګناوې پاکوي.

دا هم وايي، چې د یکشنې ورځ د ګناهونو د بښلو لپاره د اوونۍ تر ټولو غوره ورځ ده.

په ۲۰۱۰ کال کې هم د هند ختيځ بیهار ایالت په یوه معبد کې د خلکو ټېل ماټېل لږترلږه لس کسان وژلي وو.

ویل کېدل، چې د ټېل ماټېل پرمهال د عبادت کوونکو شمېر نژدې شل زره وو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .