افغان جګړه کې امریکايي پوځي ته د باتورۍ مډال

د خپريدو وخت: 04:51 گرینویچ - سه شنبه 12 فبروري 2013 - 24 سلواغه 1391

پخوانى بريدمن کلنټن رومېشا سره له دې چې ټپي و، ترهغه وجنگېد چې لس بريدگر يې ووژل او خپل ملگري يې د جگړې له ډگرڅخه وايستل.

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما هغه امريکايي بريدمن ته ترټولو لوړ پوځي مډال ورکړى چې افغانستان کې يې پرخپلې پوځي پوستې د طالبانو بريد پرشا تمبولى و .

پخوانى بريدمن کلنټن رومېشا له سره له دې چې په ٢٠٠٩ کال د دغه بريد پرمهال ژوبل شوى هم و ، ترهغه پورې وجنگېد چې ۱۰ بريدگر يې ووژل او خپل ملگري يې د جگړې له ډگره و ايستل. په اړه یې له واشنگټنه جاني ډيمونډ په خپل رپوټ کې وايي، چې دغه پوځي پوسته د پاکستان له پولو سره نژدې پرته وه چې شاوخوا ته يې غرونه وو .

پر دغې پوستې چې شاوخوا ۵۰ امريکايي عسکر په کې دېره وو، د گهيځ په شپږو بجو بريد وشو . په بريد کې شاوخوا څلورسوه طالبانو ګډون درلود، چې له هرلوري يې پوسته کلابنده کړې وه .

ځوابي برید

بريدمن رومېشا د ډزو د غږونو له کبله له خوبه راوېښ شو . کله چې يې ماشينگڼ ته لاس کړ د اوږې د سر توغندي ويشتونکي يوه گولۍ يې ترڅنگ ولگېده او ټپي شو .

خو له دې سره سره هغه جگړې ته دوام ورکړ او درې هغه بريدگر يې ووژل چې دپوستې ساحې ته ننوتي وو .

هغه دارنگه خپل درې ټپي شويو ملگرو او مهماتو ته د خپلې وسلې په ډزو سره پوښښ ورکړ او دهوايي مرستې غوښتنه يې وکړه.

دې پخواني بريدمن چې د خپلې دې کړنې له کبله زښت ډېر ستايل شوى د امريکا يوې پوځي ورځپاڼې ته ويلي " نه يې غوښتل چې په سخت حالت کې خپل ملگري يوازې پريږدي "

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .