شمالي کوریا اټومي ازموینه تایید کړه

د خپريدو وخت: 05:41 گرینویچ - سه شنبه 12 فبروري 2013 - 24 سلواغه 1391

شمالي کوریا کې د زلزلې رامنځ ته کېدو په اړه د رپوټونو له خپرېدو وروسته پیونګیانګ اټومي ازموینه تایید کړه.

د شمالي کوریا چارواکو تایید کړه، چې هېواد يې دریم ځلې اتومي ازموینه کړې.

د دغه هېواد دولتي خبري اژانس کي سي این اي په رپوټ کې ویل شوي، چې د شمالي کوریا ساینسپوهانو دغه تر ځمکه لاندې ازموینه د یوه کوچني اټومي ډېوایس چاودنې په وسیله تر سره کړه.

کي سي این اي په خپل رپوټ کې د چارواکو له قوله زیاته کړې، چې " د لوړکچ یوه اټومي ازموینه په خوندي او غوره توګه د یوه کوچني اټومي ډیواس په وسیله تر سره شوه، چې د تېر په پرتله يي قوت ډېر و او په شاوخوا چاپېریال يې هېڅ ډول منفي اغېز و نه شو."

رپوټ کې ویل شوي، چې "دغه ازموینه د هغه امریکايي یرغل پر ضد زموږ د هېواد د خوندیتوب لپاره یو ګام و، چې زموږ د سوله ییز توغندویزو ازموینو مخالفت يې کړی و."

جنوبي کوریا دا ازموینې غندلې او ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه رابللې. په شمالي کوریا کې د زلزلې رامنځ ته کېدو په اړه د رپوټونو له خپرېدو وروسته پیونګیانګ اتومي ازموینه تایید کړه.

مخکې په شمالي کوریا کې یوه مشکوکه زلزله ثبت شوه، چې مرکز یې د دغه هېواد د اټومي وسلو د ازموینو په سیمه کې دی، چې دې ته اشاره کوي چې ښايي پیونګیانګ کومه بله اټومي ازموینه کړې وي.

ملګرو ملتونو له مخکې دغه هېواد ته خبرداری ورکړی، چې که اټومي ازموینه وکړي، نو له سختو پایلو سره به مخامخ شي.

د امریکا د ځمکنۍ سروې په رپوټ کې ویل شوي، چې د دې ټکانونو پیاوړتیا، چې د سې شنبې په ګهیځ ثبت شول، د ریکټر په کچه ۴ اعشاریه نهه وه او دغه زلزله د یوه کیلومتر ژوروالي په اندازه تر ځمکه لاندې رامنځ ته شوه.

د اي ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې چینايي چارواکو په لومړي سر کې دغه پېښه یوه شکمنه چاودنه وبلله او د جاپان د هوا پېژندنې ادارې دغه ځمکنۍ چاودنه د نورو زلزلو برعکس پېښه وبلله.

د جاپاني کابینې سکرتر یوشي هیدی سوګ په لومړي سر کې وویل: د شمالي کوریا د تېر مهال فعالیتونو ته په کتو باوري دي،، چې دغه هېواد ښايي اټومي ازموینه کړې وي.

د جاپان دولتي خبري اژانس این ایچ کي په رپوټ کې د لوړپوړو چاپاني چارواکو له قوله ویل شوي، چې دغه هېواد به د موضوع په اړه د خپل هېواد د ملي امنیتي شورا غونډه راوبولي.

د جنوبي کوریا دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې دغه هېواد حالاتو ته په کتو خپلو امنیتي ځواکونو ته د تیارسﺉ امر کړی.

توغندويي ازموینه

په دا وروستیو کې د لېرې واټن وېشتونکي یوه توغندي له ازمویلو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر شمالي کوریا لګېدلي بندیزونه سخت کړل.

په ځواب کې شمالي کوریا د خپل اتومي پروګرام په اړه د مذاکرتو په ردولو سره د خپلو پوځي او اتومي وړتیاوو ډېرولو اعلان وکړ. خو شمالي کوریا د اتومي ازموینې په اړه د مهال وېش خبره نه ده کړې.

شمالي کوریا د خپل اتومي پروګرام پر سر له تېرې یوې لسیزې راهیسې له چین امریکا، جنوبي کوریا او روسیې سره خبرې کوي او ژمنه يي کړې وه، چې د خوړو او انرژۍ په بدل کې به خپل اتومي پروګرام ودروي.

د ملګرو ملتو امینت شورا په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کې د شمالي کوریا له اتومي ازموینو وروسته پر دغه هېواد د توغندیو ازمویلو بندیز لګولی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .