نوې تنفسي ناروغې په نښه شوې

د خپريدو وخت: 07:37 گرینویچ - سه شنبه 12 فبروري 2013 - 24 سلواغه 1391

اوس نړۍ کې ۱۰ تنه په دې ناروغۍ اخته دي چې دوه يې برتانيا کې دي.

برتانيا کې سارز يا سختې تنفسي ناروغۍ ته ورته يوه نوې تنفسي ناروغې په دویم سړي کې هم په نښه شوې. دغه سړى چې اوس د مانچسټر د يوه روغتون په عاجله څانګه کې يې درملنه کېږي، په دې وروستو کې پاکستان او منځني ختيځ ته سفر کړی.

برتانيا کې ډاکټران وايي د دې خطر چې د (کارونا) ويروس دې نورو خلکو ته ورسېږي لږ دی، ځکه وايي وضع يي ټينګه کنټرول کړې. دغه ناروغي د پرنجي په وسيله له پزې نه د خپرېدونکو اوبو له لارې خپرېږي.

د کارونا ويروسونه د هغو ويروسونو ټولګه ده چې هغه د انسان او هم د څارويو تنفسي سسټم متاثره کوي او د کارونا ځيني ويروسونه بيا د انسان په هاضمه جهاز هم اغيز کوي.

اوس نړۍ کې ۱۰ تنه په دې ناروغې اخته دي چې دوه يې برتانيا کې دي. له دې ۱۰ نه پنځه مړه شوي دي. درې ناروغان په سعودي عربستان او دوه نور يې په اردن کې تر درملنې لاندې دي.

د کارونا دغه نوى ويروس د ٢٠١٢ کال په سپتمبر کې سعودي عربستان کې پېژندل شوى، چې پرې اخته شخص وروسته له څه درملنې مړ شو.

له دې وروسته برتانيا کې په يوه سړي کې دغه ویروس په نښه شو او اوس پنځه مياشتې وروسته بيا په برتانيا کې يو بل سړى هم پرې اخته کېږي چي دم ګړۍ د مانچسټر په يوه روغتون کې تر درملنې لاندې دى.

برتانيا کې د روغتيا د ژغورنې د ادارې مشر پروفيسر جان واټسن روغتيايي څانګو ته سپارښتنه کړې چې د کارونا په ويروس د اخته ناروغانو سمه پالنه او درملنه وکړي او خپل خونديتوب ته هم پام وکړي.

پروفيسر واټسن وايي هغه خلک چې له منځني ختيځه راستنېږي که په سختې تنفسي ناروغۍ اخته کېږي او ناروغي يې له ۱۰ ورځو اوړي بايد روغتون ته ځان ورسوي چي هلته يي درملنه وشي.

د ياودني ده په ٢٠٠٢ کال کې د نړۍ په ٣٠ هېوادونو کې د سارز يا د سختې تنفسي ناروغۍ د خپرېدو له کبله تر٨٠٠ تنو پورې مړه شول.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .