معاصرې ټکنالوژۍ د مینې اوږد مزل را لنډ کړ

د خپريدو وخت: 11:53 گرینویچ - چارشنبه 13 فبروري 2013 - 25 سلواغه 1391
فیسبوک

فېسبوک د خواله د رسنیو یوه هغه وسیله ده، اوس افغانستان کې هم ډېر کاروونکي لري.

په افغانستان کې اوس تیلیفون او انټرنیټ د مینې لارې چارې ان تردې اسانه کړې، چې د مینې او عاشقۍ لمنې یې زرګونه کلیومتره لرې هېواودنو ته غځېدلې دي.

ځینې ځوانان په ازبکستان او ان په امریکا کې د تیلیفون او انټرنیټ له لارې له نجونو سره اشنا کیږي او بیا خبره تر واده پورې رسیږي او ګډ ژوند سره پیلوي.

خو ځینې وخت دغه ډول انټرنیټي مینې له جعل او دوکو هم ډکې وي او دا کار بیا د دې لامل کیږي، چې په کورنۍ کې بي باوري رامنځ ته کړي او خبره تر تاوتریخوالي پورې رسیږي.

زموږ همکار حفیظ الله معروف د والینټاین یا د مینانو د ورځې په پلمه له تکنالوژۍ نه په استفاده د عاشقۍ او مینې په اړه ځانګړی رپوپ جوړ کړی دی.

مينه کول د انسان د طبيعت برخه ده، د نړۍ له جوړېدو راهيسې دا لړۍ روانه ده، او چې نړۍ ودانه وي مينه ناک زړونه به مينه کوي، په افغانستان کې هم مينه کېږي، خو د اشنا کېدو او ملاقاتونو بڼه يې بدله ده.

يو وخت و چې نجونې به منگي پر سرونو کتار کتار گودرونو ته تللې او مين زلمي به لکه بازان له ورايه په لوړو ناست وو.

خو اوس څوک د گودر په اوبو کې خپلې مينې ته گل نه ليگي بلکې په انټرنيټ د گل انځور ور استوي.

هو، د ساينس او ټکنالوژۍ له کبله د گودرونو ځاى چټ رومونو (پرانلاين بنډار)، فيسبوک، تیلیفون او نورو ټولنيزو رسنيو نيولى دى، له همدې لارې پېژندگلوي پيدا کيږي او ان خبره وادۀ ته رسېږي.

په لوېدیځ ولایت هرات کې ارمان هغه ځوان دی، چې په لومړي سر کې یې خپلې مېرمنې سره تر کوژدې وړاندې د انټرنیټ له لارې بلد شوی دی.

"د انټرنیټ او فیسبوک له لارې اشنا کېدل، د اسلام له نظره کوم مشکل نه لري، خو دغه پیژندګلوي باید له شریعت سره سمه وشي. "

فضل الهادي وزین

دی وايي، په لومړي سر کې یې دا تمه نه وه، چې د ژوند ملګري به جوړېږي خو وايي، وروسته یې پرېکړه وکړه، چې واده سره وکړي.

نوموړی وايي:

''موږ یو بل سره د انټرنیټ له لارې چټ کاوه، له هغې وروسته هرات ته راغلم، بیا مو ملاقات سره وکړ، له ملاقات وړاندې زموږ د واده اراده نه وه. خو چې یوبل مو و لیدل، یو د بل خوښ شولو. بیا مو د دود له مخې مور- پلار ور واستول او واده مو سره وکړ. اوس په ژوند کې ډېر خوشاله یم.''

له پولې هاخوا مینه

خو د تیلیفون یا انټرنیټ له لارې د اشنا کېدو ساحه یوازې د افغانستان په داخل کې محدوده نه ده پاتې شوې.

د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې یوځوان، چې د ژوند مینه یې له پولې هاخوا په ازبکستان کې وه، د اموسیند د لویو څپو له لارې ځان ورسوي.

دغه ځوان، چې عبدالنظر نومېږي، د زاړه ټوپ په مرسته د امو پر لوی سیند ورګډيږي او د پولې بلې غاړې ته ځان رسوي.

سره له دې چې دی د پولیسو له خوا نیول کیږي، خوبیا یې هم له نژدې د خپلې مینې دیدن کوي او هغې ته د خپل زړه درد وايي.

نوموړی، له ازبکستانۍ جینې سره د خپلې مینې دپیل کیسه داسې کوي:

''دوه کاله وړاندې مې د ازبکستان په یوه شمېره ټیلیفون وکړ، دغه شمېره په تصادفي ډول د یوې جینۍ وخته. هغې راته زانګ وواهه او بیا ما هم ورته زنګ وواهه. موږ ډېر ځلې د تیلیفون له لارې سره خبرې وکړې. هغې جینۍ راته د انټرنیټ له لارې خپل عکسونه راولیږل او ما هم د تري جي له لارې هغې ته خپل عکسونه ور واستول. بالا خره د یوبل خوښ شولو.''

د دغو دواړو ترمنځ تیلیفوني رابطې نژدې له دوو کالو راهیسې دوام لري.

عزیزالله او سابینه

عزیزالله او سابینه هغه دوه مینان دي، چې د هېوادونو پولو یې د یوځای کېدا مخه نیولې ده.

عبدالنظروايي، څو ځله یې د ازبکستان د ویزې لپاره هڅه وکړه، خو وايي بریالی نه شو. دی وايي بالاخره یې پرېکړه وکړه، چې له ویزې پرته د امو سیند له لارې خپلې مینې ته ځان ورسوي:

''بالاخره مې پرېکړه وکړه، چې د موټر د ټایر ټوپ له ځان سره واخلم او له امو تېر شم. له امو سینده تېر شوم، خو پولیسو ونیولم. څو ورځې د پولیس په بندي خانه کې وم، د هغې جینۍ شمېره مې ورکړه، پولیسو زنګ ورته وواهه. هغه راغله زه یې له پولیسو خلاص کړم، او له ځان سره یې بوتلم. څو ورځې مې د هغې په کور کې تېرې کړې اوس مو پرېکړه وکړه، چې که د خدای رضا وه، په دوبي کې واده وکړو.''

دغه ځوان، چې اتلس کلن بزګر دی وايي، کورنۍ یې راضي ده او اوس هڅه کوي، د واده مراسمو لپاره پيسې پيدا کړي.

که څه هم افغانستان ته د انټرنیټ او عصري تکنالوژۍ راتګ له یوې لسیزې ډېر وخت نه کېږي، خو بیا هم د فیس بوک او تیلیفون له لارې ګڼ شمېر ځوانانو ځانونو ته د ژوند ملګري پيدا کړي دي او حتی ځینو یې د زرګونو کیلو متره لرې واټن څخه خپلې مینې د مينې په زور افغانستان ته راتلو ته اړ کړې دي.

فیسبوک

په مزار شریف کې یو ځوان په همدې وروستیو کې د فیسبوک له لارې په امریکا کې له یوې جینۍ سره اشنا کیږي او بیا هغه له امریکا نه افغانستان ته راځي او نکاح سره تړي:

''یو څه وخت مو د فیسبوک له لارې سره دوستي وه، یو بل سره مو خبرې کولې، سلامونه مو یو بل ته استول. بلاخره یو بل ته مو زړه ورکړ. بیا مې هغه له امریکا را وغوښتله. هغه چې کله مزار ته راغله، یو څو ورځې دلته و بیا محکمې ته لاړو، له هغې سره مې نکاح وکړه او نوم مې ورته بدل کړ.''

خو د انټرنیټ او تیلیفون له زمانې پخوا په افغانستان کې زلمیانو او پېغلو څه ډول یو بل ته د مینې پيغامونه رسول؟

همدغه پوښتنه مې د وردګو له اوسېدونکي محمداجان نه وپوښتله:

''پخوا خو تیلیفونونه نه ول، ګودرونه به وو، ځوانانو او پېغلو به په ودونو او ګودرونو کې سره لیدل. جینۍ به، چې پر چینه ناسته وه، هغه هلک ته به یې اوبه ور وشیندلې چې مینه به یې ورسره غوښتله. یا به هلک د کوم ماشوم په لاس دوستمال ور ولیږه. بیا به یې مور او پلار ولیږل، نو همداسې به د دوستۍ سر ونیوه.''

دا، چې اوس یو شمیر ځوانان د انټرنېټ له لارې د ملګرو د پيدا کولو هڅي کوي، داسې کسان هم لږ نه دي، چې په جعلي نومونو یې د نجونو او یا هم نارینوو اکونټونه یا حسابونه جوړ کړي.

ځینو کسانو پرخپلو پروفایلونو د نجونو او یا هم د زلمیانو جعلي ښایسته انځور نصب کړی وي او له دې لارې نورو ته (ځور) ورکوي.

یوه ځوان چې خپل ملګري ته یې د تیلیفون له لارې ځان جینۍ ورپېژندلی و، وايي، یوځوان یې څو ځلې د ښځې په غږ د سړک غاړې ته ایستلی دی.

مينه کول د انسان د طبيعت برخه ده، د نړۍ له جوړېدو راهيسې دا لړۍ روانه ده.

دی وايي، دغه زلمي ته یې د عبرت لپاره دغه ډول جعلې خبرې کولې، خو وايي هدف یې له ټیکنالوژۍ نه د ناوړې ګټې اخیستل نه و.

خو د انټرنېټ او تکنالوژي په مجازي نړۍ کې داسې کسان هم شته، چې کلونه یې له یو بل سره د انټرنیټ له لارې خبرې کړې، خوبیا د ژوند د یوځای کېدو وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

یونجلۍ چې نه یې غوښتل غږ ثبت شي وویل، له یو ځوان سره چې په جرمني کې اوسېږي د دوو کلنو لپاره لپاره د انټرنیټ او تیلیفون له لارې خبرې کولې او دواړه غوښتل ګډ ژوند سره وکړي، د عکسونو له تبادې له وروسته د ژوند ملګري نه شول.

خو له دې ټولو سره سره، ځوانانو له خوا د تکنالوژۍ او په ځانګړي ډول د موبایل له لارې د نجونو ځورول هغه مساله ده، چې ځینې وخت د کورنۍ ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځ ته کولای شي.

موبایل

ډاګتره ملکه پوپل په کابل د ښځو د حقونو فعاله ده. دا وايي، د ځوانانو له خوا د موبایل له لارې نجونو ته بې ځایه تیلیفونونه کول، د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د دې لامل کیږي، چې کورنۍ له ښووونځیو او پوهنتونو خپلې لوڼې ایسارې کړي.

اغلې پوپل د فیسبوک او یاهم د تیلیفون له لارې د جوړې د اشنا کېدو او له هغې وروسته د واده کولو پایلې ښیې نه ګڼي.

ځکه د دې په وینا په افغانستان کې لا هم دودیزه ټولنه حاکمه ده، چې د هغې په باور ناوړه ګټه ترې اخیستل کېدای شي.

"د افغانستان په څېر دودیزه ټولنه کې، ښايي د ډیرو لپاره د انټرنېټ او یا هم د موبایل له لارې اشنا کېدل او بیا د ژوند ملګري جوړېدل تر ډېره نوې خبره وي."

په همدې حال کې دیني عالمان وايي، د فیسبوک له لارې د هلک او جینۍ اشنا کېدل ستونزه نه ده، خو وا يي، چې له دغې اشنایۍ باید غیر شرعي ګټه وانه خیستل شي.

د د یني زده کړو عالم، ډاګټر فضل الهادي وزین وايي، چې نجلۍ او هلک له یوبل سره لیده کاته کولی شي، خو وايي دغه لیده کاته باید له شریعت سره سم وي:

''د انټرنیټ او فیسبوک له لارې اشنا کېدل، د اسلام له نظره کوم مشکل نه لري، خو دغه پیژندګلوي باید له شریعت سره سمه وشي. خو طریقه یې دا ده، چې دوی خواستګاري وکړي او دواړه، هلک او جینۍ سره باید دریم کس د ملاقات پرمهال وي.''

خو د افغانستان په څېر دودیزه ټولنه کې، ښايي د ډیرو لپاره د انټرنېټ او یا هم د موبایل له لارې اشنا کېدل او بیا د ژوند ملګري جوړېدل تر ډېره نوې خبره وي.

خو د ځینو په باور ښايي له دغه ډول اشنایۍ نه ځینې ناوړه ګټه هم واخیستل شي او بې باوري رامنځ ته کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .