"د خبریالانو وژنې او بندي کول بې ساري ډېر شوي"

د خپريدو وخت: 07:51 گرینویچ - جمعه 15 فبروري 2013 - 27 سلواغه 1391

دغې کمېټې په نړۍ کې د خبریالانو لپاره د خطرونو د ډېرېدو په اړه رسک لسټ یا د خطرونو نوملړ هم خپور کړی.

په یوه نوي رپوټ کې راغلي چې په نړۍ کې د خبریالانو په وژنو او بندي کولو کې بې ساری زیاتوالی راغلی دی. د خبریالانو د خوندیتوب په نامه نیویارک مېشتې کمېټه وايي، تېر کال د دندې پر مهال ۷۰ تنه ژورنالیستان مړه شوي دي چې ډېر په کې هغه سیمه ییز ژورنالېستان وو، چې د جرمونو او اداري فساد په تړاو يې خبرونه او راپورونه ورکول.

دغې ادارې ویلي دا وژنې په بې رحمۍ تر سره شوي او د رسنیو خپلواکي ته یې ستر ګواښ پېښ کړی دی. له رپوټ سره سم ټوله نړۍ کې د خبریالانو د وژنې او نیولو پېشې په بې ساري توګه ډېرې شوې دي.

دغې کمېټې په نړۍ کې د خبریالانو لپاره د خطرونو د ډېرېدو په اړه رسک لسټ یا د خطرونو نوملړ هم خپور کړی، چې په کې د نړۍ ۱۰ هېوادونه یا سیمې په ګوته شوې، چې په کې د خبریالۍ د خوندیتوب اړوند تمایل کې لږوالی راغلی.

رپوټ کې ویل شوي، چې پاکستان، سومالیا او برازیل داسې هېوادونه دي، چې په کې د خبریالانو د وژل کېدو کچه لوړه ده او قاتلان هم د سزا له وېرې پرته وژنې کوي.

له دې سره ترکيه، ایکواډور او روسیه داسې هېوادونه دي، چې په کې پر خبریالانو د فشار لپاره له یو لړ امتناعي قوانینو څخه کار اخیستل کېږي. د کمېټې په رپوټ کې ویل شوي، چې دریم تمایل ایتوپیا، ترکيه ویتنام، ایران او سوریه کې لیدل شوی دی.

"رپوټ کې ویل شوي، چې یو شمېر وژل شوي خبریالان د سوریې په جګړه ځپلو سیمو کې په کار بوخت وو، خو له دې ځايي خبریالانو څخه ډېر یې د جرمونو او فساد په اړه د راپور ورکولو له امله ووژل شول."

له رپوټ سره سم دې هېوادونو کې د هغو رپوټونو له کبله، چې په کې پر حکومتونو نیوکې کېږي، یو شمېر خبریالان د هېواد ضد فعالیتونو په تور بندیانېږي. رپوټ کې ویل شوي، چې سوریې کې د خبریالانو د وژل کېدو کچه خورا لوړه شوې ده او دغه هېواد کې خبریالان د قضیې د ټولو ښکېلو اړخونو له لوري له ډول ډول خطرونو سره مخامخ دي.

رپوټ کې ویل شوي، چې یو شمېر وژل شوي خبریالان د سوریې په جګړه ځپلو سیمو کې په کار بوخت وو، خو له دې ځايي خبریالانو څخه ډېر یې د جرمونو او فساد په اړه د راپور ورکولو له امله ووژل شول.

له رپوټ سره سم دغه خبریالان د سزا له ډاره پرته وژل شوي دي. د دوی په وینا قاتلان د نیول کېدو یا سزا لېدو له ډاره پرته خبریالان وژني او له همدې امله د خبریالۍ خوندیتوب له سخت خطر سره مخامخ دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .