نړیوال سور صلیب ۱۵۰ کلن شو

د خپريدو وخت: 04:35 گرینویچ - 17 فبروري 2013 - 29 سلواغه 1391

نن سور صلیب له داسې ننګونو سره مخ دی چې د ژېنېو په کنوانسیون کې یې وړاند وینه نه وه شوې.

د سره صلیب نړيواله کمېټه په نړۍ کې تر ټولو لویه مرستندویه ټولنه ده.

د ا کمېټه په ۱۸۶۳م کال کې د “سوفېرینو” په جګړه کې د ټپي شوو سرتېرو سره د مرستې له پاره جوړه شوه چې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي وو.

نن چې دا ټولنه د ژېنېو د کنوانسیون ساتونکې او پلي کوونکې ده، د نړۍ په تقریبا ټولو جګړه ییزو سیمو کې فعاله ده.

خو سور صلیب وایي د اوسنۍ نړۍ جګړې د دوی کار له زیاتو ننګونو سره مخ کړی دی.

لکه چې د بي بي سي ایماجېن فوکس کاږي، د یوې نیمې پيړۍ په موده کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د جګړې له قربانیانو او اړمنو خلکو سره مرسته کړې.

له جنګي بندیانو سره یې تل کتلي او په جګړه کې بیلې شوې کورنۍ یې سره یو ځای کړې دي.

دا په نړۍ کې تر ټولو مشهوره ټولنه ده او طبعاً د یوه بشري غورځنګ په توګه زیات درنښت ورته کېږي.

خو د دې کمیټې تېر سل په سلو کې هم سم نه و.

د هغې د راز ساتلو او بې طرفۍ تګلاره چې په دویمه نړیواله جګړه کې د نازي کمپونو په اړه پټه خوله پاتې وه تر نیوکو لاندې ده.

د سره صلیب نړیواله کميټه وایي په دې اړه یې ځکه څه نه ویل چې ښایي د دوی له لوري د متحدو ځواکونو بندیانو ته ورتګ او ورسره کتنې تر ګواښ لاندې راغلې وای.

"خو سور صلیب وایي د اوسنۍ نړۍ جګړې د دوی کار له زیاتو ننګونو سره مخ کړی دی."

نن سور صلیب له داسې ننګونو سره مخ دی چې د ژېنېو په کنوانسیون کې یې وړاند وینه نه وه شوې.

دا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه او د سوریې په څېر جګړې دي چې زیاتې جنګې ډلې په کې ښکېلې دي او د جګړې کرښې یې بدلېږي.

د یوویشتمې پېړۍ جګړه ییز وسایل پېچلي او بې نظمه دي.

خو د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي د دوی تګلاره به بدلون نه مومي او هغه د بې طرفۍ اصول او هرچاته چې په جګړه کې ځورېږي، د مرستې رسول دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .