م. م د سوري کړکېچ په اړه غونډه کوي

د خپريدو وخت: 05:35 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391
ابراهیمي

ښاغلي ابراهيمي وويل خبرې به له تياره تونله وتلو لپاره يو ښه پيل وي.

د سوريې مخالف فعلان وايي مخالفو جنګياليو د حلب نړيوال هوايي ډګر سره نژدې د پوځ يوه پوسته نيولې ده.

دوی وايي وسله والو مخالفانو له دغه ښار سره څېرمه پر دوو پوځي هوايي اډو بريدونه کړي.

له دغو پېښو سره په تړاو د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي، خو لا تر اوسه نه ده روښانه چې څومره کسان وژل شوي دي.

له دې مخکې سوريې ته د نړيوالې ټولنې استازي اخضر ابراهيمي ويلي وو، د مخالفانو او داسې چا ترمنځ خبرې چې ده د سوريې حکومت يو منل شوی پلاوی وباله، بايد د ملګريو ملتونو په ودانۍ کې پيل شي.

د نوموړي څرګندونې د سوريې مخالف ملي ايتلاف مشر معاذ الخطيب له هغه وړانديز وروسته راځي چې ويلي يې وو، له هر داسې حکومتي استازي سره خبرو چمتو دی چې په مخامخ ډول ځپونکو کړو وړو کې ښکېل نه وي.

ښاغلي ابراهيمي وويل دغه وړانديز د سوريې حکومت ننګولی پر خپله هغه خبره ودرېږی چې په ډاګه کړې يې وه، خبرو او سوله ييز حل ته چمتو دی.

ښاغلي ابراهيمي وويل خبرې به له تياره تونله وتلو لپاره يو ښه پيل وي:

"موږ باوري یو، که چېرې د ملګرو ملتونو په هر ځای کې خبرې پیل شي، فکر کوم دا به له تپې تیارې څخه د سوریې د راوتلو لپاره یوه پیلامه وي."

د نړيوالې ټولنې استازي لاخضر ابراهيمي دغه څرګندونې په قاهره کې د عربي ټولنې له مشر نبيل العربي سره له خبرو وروسته ګډ خبري کنفرانس ته کولې.

دا څرګنده نه ده چې چې د سوريې له لوري داسې پخلی ترلاسه کړی چې غواړي له معاذ الخطيب سره خبرې وکړي که څنګه؟ د عربي ټولنې مشر نبيل العربي وويل د ټولو اړخونو لپاره اوس د دې وخت رسېدلی چې د سولې خبرو کې شريک شي:

د عربي ټولنې مشر نبيل العربي وويل د ټولو اړخونو لپاره اوس د دې وخت رسېدلی چې د سولې خبرو کې شريک شي

"د خبرو د غوښتنې له پیل راهیسې د جوړجاړي د ملاتړ لپاره دا لومړنۍ خبرې دي. عربي ټولنې له څه باندې یوه کال راهیسې د سیاسي حل غوښتنه کړې ده، د سیاسي حل خبرې د ښاغلي معاذالخطیب له څرګندونو راپيل شوې دي."

په همدې مهال د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو ويلي هېواد به يې له سوريې سره ګډې پولې څاري، او د هر کس مخنيوی به کوي چې غواړي اسرائيلو ته ننوځي، خو په ګوښيو او ځانګړيو حالاتو کې به يې په وينا پرې غور کېږي.

ده دا خبره په داسې وخت کې کړې چې د سوريې اووه تنه ټپيان درملنې لپاره د اسرائيلو يو روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه کسان د سوريې حکومتي او مخالفو ځواکونو ترمنځ نښتو کې ټپيان شوي وو، او دا لومړی ځل دی چې ګولان لوړو کې د اوربند کرښې له دننه ټپيان درملنې په موخه اسرائيلو ته لېږدول کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .