سرې لنکا کې د حلالو خوړو ضد کمپاین

د خپريدو وخت: 08:12 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391

سره له دې چې د سرې لنکا اکثره وګړي بودایان دي داسي انګېرل کېږي چې دغه هېواد له خطر سره مخامخ دی.

سرې لنکا کې یوې سخت دریځې بودايي ډلې، د حلالو خوړو سیستم له منځه وړلو غوښتنه کړې، چې د مسلمانانو له خوا رامنځ ته شوی.

دغه راز دغې ډلې ویلي چې بهرني مذهبي تبلیغ کوونکي دې په یوه میاشت کې له سري لنکا ووځي. دا غوښتنې په هغې غونډې کې وشوې چې د پلازمېنې کولمبو په یوه څنډه کې جوړه شوې وه. دې غونډې ته چې زرګونه کسان راټول شوي وو بدايي مشرانو ویناوې وکړې.

د بي بي سي خبریال وايي، نه یوازې دا چې زرګونه کسان د بودايي مشرانو خبرو ته راټول شوي وو، د هغوی خبرو په شاوخوا سرکونو کې هم انګازې کولې.

نهه میاشتې مخکې سرې لنکا کې د سخت دریځه بودایانو دغه ډله، چې بودايي پیاوړی ځواک نومېږي جوړه شوه او دغه ډول نژاد پاله ویناوې یې پیل کړې.

د دې ډلې یوه مشر ویلي یوازې راهبان دا مسابقه خوندې کولی شي، اشاره یې سري لنکا کې بودایانو ته ده، چې د دغه هېواد د نفوس دریمه برخه جوړوي.

"بودايي مشر ویلي په سلګونه راهبان جګړې ته چمتو دي، ځکه چې دا د دوی هېواد دی او دوی یې غیررسمي پولیس دي."

دا ډله نه مني چې ګواکې د مسلمانانو او نورو مذهبونو پرضد ده، خو د دې ډلې غړو داسي کمیسونه اغوستي وو، چې د مسلمانانو له خوا د حلالو خوړو د سیستم پر خلاف شعارونه پرې لیکل شوي وو. د دې ډلې د مشرانو په وینا مسلمانان او عیسوي سخت دریځه سرې لنکا کې بودایان ګواښي.

بودايي مشر ويلي چې سري لنکا کې ۴۰۰ سخت دریځه عیسویان او د مسلمانانو ۱۲ زره کسیز پوځ شته چې د ادعا له مخې په منځني ختیځ کې روزل شوی دی.

بودايي مشر ویلي په سلګونه راهبان جګړې ته چمتو دي، ځکه چې دا د دوی هېواد دی او دوی یې غیررسمي پولیس دي.

بل لور ته مسلمانانو او عیسویانو دا خبره رد کړې چې ګواکې د سخت دریځې تبلیغ کوي. خو سره له دې چې د سرې لنکا اکثره وګړي بودایان دي داسي انګېرل کېږي چې دغه هېواد له خطر سره مخامخ دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .