برتانوي ډاکټران د خوږو څښاکو اعلان بندوي

د خپريدو وخت: 15:22 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391

برتانيا په نړۍ کې يو له هغو هېوادونو بلل شوې چې چاغښت په کې ډېر دى او د اوسېدونکو څلورمه برخه يې چاغ ګڼل کېږي.

په برتانيا کې ډاکټران وايي د خواږو غاز لرونکيو څښاکو اعلانونه بايد په رسنيو کې بند شي ځکه چې چاغښت پيدا کوي او چاغښت د ګڼو ناروغيو مور ده.

د برتانيا د ټولو ډاکټرانو استازې اداره وايي د انسانانو چاغښت د دوى په وينا خورا لويه ستونزه پيدا کړې ده.

دوى پر خپل حکومت غږ کوي چې د سېګرټو د اعلانونو د بنديز په څېر بايد د غېر صحي خوړو او څښاکونو پر ضد هم ګام واخيستل شي.

خو د دغو خوړو او څښاکو توليدونکي وايي دا خبرې د چاغښت پر ضد تر اوسه له شويو خبرو ور ها خوا نوي څه نه لري.

برتانيا په نړۍ کې يو له هغو هېوادونو بلل شوې چې چاغښت په کې ډېر دى او د اوسېدونکو څلورمه برخه يې چاغ ګڼل کېږي.

اټکلونه دا دي چې تر ٢٠٥٠ کال پورې به دا شمېرې يو په دوه شي.

ويل کېږي چې دلته له لومړنيو ښوونځيو څخه فارغېدونکي درېمه برخه ماشومان تر مناسب وزن ډېر چاغ دي.

ډاکټران وايي که دغه حالت روان وي نو د برتانوي ولس روغتيايي وضع ښايي ډېره بده شي.

برتانوي ډاکټران وايي دوى هره ورځ د چاغښت له امله زېږېدلې ستونزې ويني.

دوى وړانديز کوي چې:

  • د هغو خوړو اعلان خپرول دې د ماښام تر نهو بجو وړاندې منع شي چې ډېر غوړ، مالګه يا بوره لري. هيله يې دا ده چې د ماخوستن تر نهو بجو وروسته به ماشومان تلوېزيون نه ګوري.
  • پر خوږو څښاکو دې ماليه لږ تر لږه په سلو کې شل ډېره شي.
  • د ښوونځيو تر څنګ دې د غوړو خوړو هټۍ کمې شي.
  • په روغتونونو کې دې د غوړو خوړو پلورونکي ماشينونه نه وي.د خوړو پر پاکټونو دې د ماشومانو لپاره د کالوريو ځانګړې يادونه وشي.

د طبي اکاډمۍ يوۀ ډاکټر پروفېسر تريزنس سټيفنسن بي بي سي ته وويل:

" د سېګرټ نه څکولو په څېر منډې ترړې د غوړو خوړو او خوږو څښاکونو لپاره هم په کار دى، ځکه چې هغو هڅو د سېګرټو د څکولو په کمېدا کې مرسته کړې ده."

دغه ډاکټر دا مني چې د چاغښت د سملاسي کمولو لپاره جادويي درمل نشته خو که خلک خپلو خوړو ته پام وکړي نو له روغتيا سره به يې ډېره مرسته کړې وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .