کوه نور غمی بېرته هند ته نه ورکول کېږي

د خپريدو وخت: 08:01 گرینویچ - جمعه 22 فبروري 2013 - 04 کب 1391

کوه نور غمی دا مهال په لندن ټاور کې ساتل کېږي.

د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون ویلي، په ۱۹ پېړۍ کې به له هنده برتانیا ته لېږدول شوی الماس، کوه نور هند ته بېرته ونه سپاري. کوه نور ۱۰۵ کېرټه ده او د نړۍ له سترو الماسو څخه یو بلل کېږي.

دغه غمی هغه مهال له هنده برتانیا ته یووړل شو، چې هند د برتانیا مستعمره وه.

کوه نور غمی دا مهال په لندن ټاور کې ساتل کېږي. د مهاتما ګاندي د لمسي په ګډون یو شمېر هندي شخصیتونو څو ځلې غوښتنه کړې، چې باید کوه نور بېرته هند ته ورکړل شي.

خو هند ته د خپل وروستي سفر پر مهال د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون دغه غوښتنه رد کړه، نوموړي وویل:

"زه فکر نه کوم، چې دا سمه طریقه ده، د یونان د الینګن مرمرو د مسالې هم ورته حالت دی، زه د شیانو په بېرته ورکړه باوري نه یم، زه فکر نه کوم، چې دا د هوښیارتوب کار دی."

"کوه نور د ۱۸۵۰ کال په اوږدو کې د هند د هغه وخت واکمن د برتانیا ملکې وکټوریا ته ډالۍ کړی و."

د یونان له مرمرو جوړ بتان هم برتانیا ته لېږدول شوي وو او دغه هېواد تر ډېره وخته د دې بتانو د بېرته تر لاسه کولو غوښتنه کوي، خو برتانوي چارواکو د بتانو له بېرته ورکولو انکار کړی.

په دې باره کې د خبرو پر مهال ډېوېډ کامیرون وویل:

"د دې سم ځواب دادی، چې د برتانیا موزیم چارواکي به د نړۍ د نورو موزیمونو له مقاماتو سره خبرې وکړي او باوري به کړي، چې برتانیا کې کمیاب شیان په څومره غوره ډول ساتل شوي، هغه د ټولې نړۍ له خلکو سره شریک کړي."

د نوموړي په وینا دی غواړي، د تېر وخت په باره کې د فکر کولو په ځای له هند سره د اوسني او راتلونکي وخت اړیکو ته خپل ټول پام واړوي.

کوه نور د ۱۸۵۰ کال په اوږدو کې د هند د هغه وخت واکمن د برتانیا ملکې وکټوریا ته ډالۍ کړی و. وروسته دغه غمی د ملکې الزابیت په تاج کې وټومبل شو. هند ته په ۱۹۹۷ کال د ملکې الزابیت ۲ د ورتګ پر مهال هم هند کې د کوه نور د بېرته ورکولو غوښتنه شوې وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .