درې برتانویان د بریدونو پلانولو ګرم پېژندل شوي

د خپريدو وخت: 06:23 گرینویچ - جمعه 22 فبروري 2013 - 04 کب 1391

دې ډلې ځانونه خیریه فعالان بللي وو او د برتانیا د برمنګهم ښار په سړکونو یې زرګونه پاونډه بسپنه هم ټوله کړې وه.

درې برتانویان د څو بریدونو د پلانولو ګرم پېژندل شوي دي. څارنوالان وایي دوی د داسې بریدونو د تر سره کولو پلان لاره چې د ۲۰۰۵م کال د لندن تر برېدونو به لوی وو.

د برمنګهم اوسیدونکي، عرفان نصیر، عرفان خالد او عاشق علي په اوولچ کراون محکمه کې د پلان جوړلو مرکزي رول لرونکي وبلل شول.

منصفه پلاوي ته وویل شول، چې دې کسانو پلان درلود په ملا پورې تړلي باروت د ټایمر په وسیله وچوي.

پولیسو دغه کسان هوډ من سخت دریځي بللي. دغه درې کسان د ۲۰۱۱ کال په اوږدو کې نیول شوي وو.

پولیس ویلي په ۲۰۰۶ کال کې د څښاک په قوطیو کې د بندو بمونو له لارې د ټرانس اټلانټیک الوتکو له منځه وړلو له توطیې وروسته دغه د ترهګرۍ تر ټولو لوی پلان دی.

"درې سره تورنو کسانو له مخکې نه د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د پلان جوړولو اعتراف کړی."

د یوه تورن کس خالد په وینا دا دویم ۱۱/۹ او د هرڅه غچ اخیستنه وه.

منصفه پلاوي ته وویل شول، چې نصیر او خالد پاکستان کې د القاعده اړوندو ډلو روزلي وو او برتانیا ته له تلو مخکې یې د شهادت اړوند ویډیو کلیپونه هم چمتو کړي وو.

وروسته دې ډلې ځانونه خیریه فعالان بللي وو او د برتانیا د برمنګهم ښار په سړکونو یې زرګونه پاونډه بسپنه هم ټوله کړې وه.

نصیر د ترهګریزو فعالیتونو د روزنې لپاره پاکستان ته د نورو کسانو په لېږلو کې هم مهم رول درلود.

درې سره تورنو کسانو له مخکې نه د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د پلان جوړولو اعتراف کړی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .