قاهره کې د سوریې حکومت مخالفانو غونډه

د خپريدو وخت: 05:09 گرینویچ - شنبه‬ 23 فبروري 2013 - 05 کب 1391

تر دې مهاله ائتلاف په دې اړه کومې موافقې ته پر رسېدو نه دی توانېدلی چې څوک به د منځمهالي لومړي وزير په توګه نومول کېږي.

قاهره کې د سوريې ملي ائتلاف مخالفې ډلې غونډې پرېکړه کړې چې د دغه هېواد مخالفانو تر ولکې لاندې سيمو ادارې لپاره به د منځمهالي حکومت غوراوي لپاره د راتلونکې مياشتې لومړيو کې بيا په استانبول کې سره راغونډېږي.

تر دې مهاله ائتلاف په دې اړه کومې موافقې ته پر رسېدو نه دی توانېدلی چې څوک به د منځمهالي لومړي وزير په توګه نومول کېږي.

غونډه کې د تګلارې پر يو داسې سند هم سلا شوې چې په کې په ډاګه شوې، ګنې په سوريه کې بايد هر ډول سياسي جوړجاړي کې ولسمشر بشار الاسد او د ده نژدې کړۍ شامله نه وي او پر دې ټينګار شوی چې دوی سره بايد حساب کتاب وشي.

له قاهرې نه د بي بي سي خبريال جيم ميور په خپل راپور کې وايي: ائتلاف پر ډېرو مسئلو سره وېشلی دی، يوازې دا نه چې څوک به د وړاندې شوي منځمهالي حکومت مشري کوي.

"دا لومړی ځل نه دی چې دوی په کې پر کومه موافقه نه توانېږي. دوی پر دې سلا کړې چې د ۱۰ ورځو ترڅ کې به بيا د دې لپاره په استانبول کې سره غونډېږي چې خبره يوې خواته کړي."

دا لومړی ځل نه دی چې دوی په کې پر کومه موافقه نه توانېږي. دوی پر دې سلا کړې چې د ۱۰ ورځو ترڅ کې به بيا د دې لپاره په استانبول کې سره غونډېږي چې خبره يوې خواته کړي.

کله چې مشر ونومول شو، دی به يوه اداره جوړوي، چې کېدی شي د لا نورو چنو وهلو او ځنډ سره مخامخ شي.

د منځمهالي حکومت نظر له هغه راهيسې چې په تېر نومبر کې په قطر کې د سوريې دغه ائتلاف جوړ شوی، تر بحث او غور لاندې دی.

خو دا يو پېچلی او له خطر سره مخامخ وړانديز دی، نو ځکه دومره اوږد وخت نيسي.

که د پوره مالي او ډيپلوماټيک ملاتړ په راغونډولو کې پاتې راغی او که د سوريې دننه مخالفانو ترولکې لاندې سيمو کې فعاليت ونه شي کړی، چې لا اوس هم د حکومتي ځواکونو تر پرله پسې بمبارۍ لاندې دي، ائتلاف به له وړاندې خپل لړزېدونکی ريښتينوالی له لاسه ورکړي.

خو که دا هڅه ونه کړي، نو بيا د دغو سيمو پرېښدو خطر لري چې لا له ولکې ووځي او په زياتېدونکي ډول د توندلارو اسلامی ډلو په لاسونو کېوځي چې اوس يې چارې په لاسونو کې دي.

تر هغه چې له واکمن نظام سره خبرو په تړاو د اوسنيو ډيپلوماټيکو هلوځلو سره تړاو لري، ائتلاف يو ځل بيا پر خپلې دې تګلارې زور راوړی چې هر جوړجاړی بايد د ولسمشر بشار الاسد او د ده جګپوړو همکارانو پر لرې کېدو ولاړ وي، يوه داسې انګېرنه چې دمشق په کلکه رد کړې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .