سوريې حکومت مخالفو له نړیوالو غونډو بایکاټ وکړ

د خپريدو وخت: 16:58 گرینویچ - شنبه‬ 23 فبروري 2013 - 05 کب 1391

دغه شورا پر روسيې ډېره په غصه ده چې د بشر الاسد رژيم ته يې د سکاد توغندي ورکړي دي او د حلب پر ښار يې توغوي چې پراخې برخې يې د ياغيانو په لاس کې دي.

د سوريې حکومت مخالفې شورا له نړيوالو غونډو سره شلون کړى.

د سوريې مخالفې ملي ټلوالې د هغه څه له کبله چې د تاوتريخوالي په درولو کې يې شرمناکه ناکامي بولي له يو لړ نړيوالو غونډو سره شلون کړى دى.

ټلوالې ويلي، پرېکړه يې کړې ده چې راتلونکې مياشت به روم کې د روسيې د ملګرو هېوادونو د ډلې له لوري جوړېدونکې غونډه کې ګډون و نه کړي.

شورا دا رنګه په واشنګټن او مسکو کې د خبرو لپاره بلنه هم رد کړې ده.

په دې اړه په سوريه کې د ملي ټلوالې د شورا په اعلاميه کې راغلي چې روسيه د بشر الاسد د رژيم ملاتړ کوي او د وسلو او مهماتو اکمالات ور کوي.

د سوريې ملي مخالفه شورا پر نړيوالې ټولنې نيوکه کوي چې په وينا يې د حکومتي ځواکونو له لوري يې د ولسي خلکو پر وژنې چوپه خوله پاتې ده.

د بي بي سي خبريال جيم ميور وايي له دغو دېپلوماتيکو غونډو سره د سوريې د ملي مخالفې شورا شلون په ښکاره د شورا د مشر محاذ الکاتب هغه نوښت له خطر سره مخامخ کوي چې دوې اوونۍ دمخه يې ويلي و چې په هېواد کې د تاوتريخوالي د پاى ته رسولو په موخه چمتو دى چې د سوريې له حکومت سره خبرې وکړي.

د نړۍ سترو ځواکونو ددغه نوښت ملاتړ وکړ او هغه ته يې بلنه ورکړه چې مسکو او واشنګټن کې په غونډو کې برخه واخلي.

دغه شورا پر روسيې ډېره په غصه ده چې د بشر الاسد رژيم ته يې د سکاد توغندي ورکړي دي او د حلب پر ښار يې توغوي چې پراخې برخې يې د ياغيانو په لاس کې دي.

شورا وايي سکاد توغنديو حلب کې په سلګونو کسان وژلي دي.

له خبرو څخه د شورا د وتلو دغې پرېکړې دېپلوماتان هم اندېښمن کړي دي.

خو د سوريې مخالف مشران په دې اړه هم اندېښمن دي چې ښايي له حکومت سره د سولې په خبرو کې له ښکېلېدو سره په خلکو کې خپل باور له لاسه ورکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .