د مالي جګړه 'وروستي پړاو' ته رسېدلې

د خپريدو وخت: 04:28 گرینویچ - 24 فبروري 2013 - 06 کب 1391

فرانسې په مالي کې د چاد ځوواکونو عملیات ستایلي دي.

د مالي له لرې شمال ختيځ نه د سختو نښتو رپوټونه رارسېدلي.

په دې سيمه کې طوارق توکم وسله وال چې له فرانسويانو سره يې لاس يو کړى، د اسلامپالو په وړاندې جگړه کوي.

بل لورې ته امريکايي سرچينو ويلي، چې ډرون الوتکې گاونډي نيجر ته لېږل شوي.

د بي بي سي خبريال هوو سکوفييلد له پاريس نه په خپل رالېږلي رپوټ کې ليکي، ولسمشر اولاند وويل فرانسوي ځواکونه د الجزاير پولې ته ورڅېرمه د افوګاس په غرونو کې په جگړه کې ښکېل دي:

"د مالي په لیرې ختيځ کې درنه جگړه روانه ده. ما په دې اړه وار له مخه د فرانسې ولس ته ويلي دي. زموږ سرتېري مخامخ په دې جگړه کې ښکېل دي. جگړه د افوګاس د غرونو په نامه يوې سيمې کې روانه ده چې زموږ په اند ډېر شمېر ترهگرې ډلې په کې پټې شوي. زموږ چادي ملگرو پرون سخت چپاو يوړ چې ډېره مرگ ژوبله يې درلوده. ز د چاديانو د کړنې ستاينه کوم."

ښاغلي اولاند زياته کړه دا وروستى پړاو دى ځکه په المغرب کې د القاعدې ځواکونه په همدې سيمې کې ورغونډ دي. باور دى چې دلته گڼ فرنسويان له دوى سره يرغمل دي.

فرانسو اولاند

فرانسو اولاند ویلي، دا په مالي کې د فرانسوي ځواکونو د عملیاتو وروستی پړاو دی.

د را رسېدلو رپوټونو پر بنسټ جگړه د الجزاير پر پولې د انحليل سيمې گرد چاپېره روانه ده، په روانه شخړه کې د طوارق د قبيلې جنگيالي له اسلامپالو سره مخامخ شوي چې يومهال د مالي د حکومت پر ضد جگړه کې دواړه ډلې سره ملگرې وې.

خو اوس طوارق توکمي د فرانسوي ځواکونو ملاتړ کوي، امريکا هم فرانسوي او د افريقايي ټولنې ځواکونو ته د مرستې لپاره په گاونډ نيجر کې بې پيلوټه الوتکې ځاى پرځاى کړي.

ډرون الوتکې به يوازې د استخباراتي موخو لپاره کارول کېږي.

امريکايان وايي ډرون الوتکې به په وسلو نه وي سمبالې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .