پاکستان: خانقاه کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د خپريدو وخت: 07:11 گرینویچ - سه شنبه 26 فبروري 2013 - 08 کب 1391

پاکستان کې له دې مخکې هم پر زیارتونو او خانقاوو ورته بریدونه شوي.

د پاکستان د سند ایالت په یوه خانقاه کې د چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي. د شکارپور سیمې د یوه کلي په خانقاه کې تېر ماښام (دوشنبه د فبرورۍ ۲۵ ) چاودنه وشوه. د ځايي پولیسو یوه مشر عبدالخالق شیخ په وینا چاودنه هغه مهال وشوه، چې د خانقاه مشر حاجن شاه او ملګري یې په خانقاه کې ناست وو.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې حاجن شاه د چاودنې په پایله کې ټپي شوی او په سیمه کې احتجاجي مظاهرې پیل شوې. د نوموړي په خبره د چاودنې په پایله کې دوه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه، چې وروسته له خانقاه څخه نور ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، چې په روغتون کې یوه ټپي ساه ورکړه او د ټپیانو شمېر ۲۶ ته ورسېد.

څو ورځې مخکې د همدې سیمې پر یوه مذهبي مشر سید حسین شاه بمي برید وشو، چې په پایله کې نوموړی ټپي او لمسی یې ووژل شو.

د پولیسو مشر عبدالخالق شیخ وايي داسې باور کېږي، چې د سند ایالت په کلیوالو سیمو کې مذهبي سخت دریځي نه شته، ځکه سند کې دغه ډول پېشې له دې مخکې نه دې لیدل شوي. د نوموړي په وینا دوی په دې لړ کې پلټنې پیل کړې. پاکستان کې له دې مخکې هم پر زیارتونو او خانقاوو ورته بریدونه شوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .