لږ خوب د وجود دننه فعاليتونه گډوډوي

د خپريدو وخت: 05:24 گرینویچ - چارشنبه 27 فبروري 2013 - 09 کب 1391

بي خوبي او لږ خوب د زړه او شکر ناروغۍ، د چاغوالي او د مغزو د کمزوري فعاليت سبب کېږي.

برتانوي پلټونکي وايي لږ خوب د انسانانو د وجود دننه پر فعاليتونو ژورې اغېزې ښندلی شي.

ددوى په وينا، يوه اوونۍ هره ورځ له شپږ ساعتونو نه لږ خوب د سلگونو ژنونو فعاليتونه گډوډوي.

دغوپلټونکو د (پي اين اى اس) مياشتنۍ کې په خپلې ليکنې کې ويلي دي چې ددغې پلټنې پايلو پر روغتيا د بي خوبۍ د ناوړه اغېزو له برسېره کېدو سره مرسته کړې ده.

بي خوبي او لږ خوب د زړه او شکر ناروغۍ، د چاغوالي او د مغزو د کمزوري فعاليت سبب کېږي.

د برتانيا د سري پوهنتون پلټونکو د شپږ ويشتو هغو کسانو چې يوه اوونۍ يې هره شپه ترلس ساعتونو پورې خوب کړى و د وينې معاينات کړي دي.

ددغو کسانو د وينې پايلې يې د هغو کسانو د وينې له معايناتو سره پرتله کړې چې يوه اوونۍ يې هره شپه له شپږ ساعتونو نه کم خوب کړى و.

ددغه بدلون په پايله کې له اوه سوو ډېر ژنونو کې بدلون رامنځ ته شوى.

هر ژن د پروتېن د جوړولو لپاره ځانگړي جوړښتونه لري او ډېر فعال هغه يې ډېر پروتېن توليدوي چې له دې سره د وجود کېمياوي جوړښت هم بدلون مومي.

په همدې حال کې کله چې د بي خوبۍ په نتيجه کې د وجود مهالويش بدلېږي نو په طبعي ډول د ورځې په اوږدو کې د ځينو ژنونو فعاليت يا بيخي ډېر شي او ياهم ډېر لږ.

لږ خوب د وجود دفاعي سيستم او هغو برخو ته چې بايد له فشار او ناروغيو سره مقابله وکړي، زيان رسوي.

د سري په پوهنتون کې پروفيسور کولن سميټ بي بي سي ته وويل، دغو پلټنو وښودله چې د بېلابېلو ژنونو فعاليتونه بدلېږي.

لږ خوب د وجود دفاعي سيستم او هغو برخو ته چې بايد له فشار او ناروغيو سره مقابله وکړي، زيان رسوي.

پروفيسور سميټ زياتوي "خوب په ښکاره د وجود رغيدا او د يوه ښه حالت د درلودلو لپاره خورا مهم دى".

دده په وينا، کېداى شي چې ځينې خلک تر هغه هم کم خوب وکړي چې پلټنه پرې ترسره شوې ده، نو دغه ډول يو حالت کې دوى به لا له جدي ستونزو سره مخامخ وي.

دغه پلټنه به له دې سره هم مرسته وکړي چې داسې درمل وموندل شي چې د بي خوبۍ د ناوړه اغېزو په درملنه کې مرسته وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .