سویلي افریقا اته پولیس د زیاتي له امله ګوښه کړل

د خپريدو وخت: 11:46 گرینویچ - جمعه 01 مارچ 2013 - 11 کب 1391

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې پولیسو ۲۷ کلن ټیکسي چلوونکی د ګاډي د ناسم درولو له کبله لومړی وډباوه.

جنوبي افریقا کې هغه اته پولیس له دندې شړل شوي، چې د یو ټیکسي چلوونکی لاسونه یې تړلي وو اوله هغه وروسته یې په خپل ګاډي پسې راکاږلی (څکولی) وو. یاد ټیکسي چلوونکی د جوهانسبرګ په سړکونو په پولیس ګاډي پسې څکول شوی و. یوه عیني شاهد د پېښې ویډیو جوړه کړې او بیا وروسته دغه ویډیو ځايي رسنیو خپره کړه.

د جنوبي افریقا ولسمشر دغه پېښه هېښوونکې بللې او په وینا یې دغه ډول کړنه د زغم وړ نه ده. د پولیسو مشر د دغه ډول بوږنونکې پېښې په ویډیو جوړولو او خپرولو له خلکو مننه کړې.

د پولیسو مشر رایا فیګا یوې خبرې غونډې ته وویل، د پېښې په تړاو اته پولیسان له دندې ګوښه شوي او وسله ورڅخه اخیستل شوې ده او د شړل شویو پولیسانو د اړوند مرکز مشر هم له دندې ګوښه کړل شوی دی.

د پولیسو د څېړنیز مدیریت چارواکو ویلي، د دې ویډیو په لیدو هېښ شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنشنل ویلي، د جنوبي افریقا د پولیسو لخوا له زور زیاتي ډک چلند په ډېرېدو دی، چې اوسنۍ پېښه یې تازه بېلګه ده.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې پولیسو ۲۷ کلن ټیکسي چلوونکی د ګاډي د ناسم درولو له کبله لومړی وډباوه.

ویډیو کې لیدل کېږي، چې کله پولیس ټیکسي چلوونکی په خپل ګاډي پورې تړي، نو خلک راټول شوي او وروسته پولیسو خپل ګاډی روان کړ.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .