چین تر اعدام وړاندې ۴ تنه پر تلوېزیون ښکاره کړل

د خپريدو وخت: 15:24 گرینویچ - جمعه 01 مارچ 2013 - 11 کب 1391

د ټولنیزو شبکو کارونکو د دولتي تلوېزیون دې پروګرام ته سخت غبرګون څرګند کړی دی.

په چین کې څلور کسان مخکې له هغه چې اعدام شي پر تلوېزیون وښودل شول.

دا څلور بهرنیان په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د ۱۳ تنه چینايي کب نیوونکو د وژلو له امله د جمعې په ورځ (د مارچ/ اوله) اعدام شول.

له هغه شېبې نه چې دوی د اعدامولو لپاره روان کړای شول د اعدامولو ترځای پورې پر تلوېزیون ښودل کېدل.

که څه هم د دغو څلورو کسانو د اعدامولو د شېبو تلوېزیوني تصویرونه نه دي ښودل شوي خو پر تلوېزیون د دغو کسانو ښودل په چین کې د یو شمېر خلکو د غصې سبب شوی دی.

د ټولنیزو شبکو کارونکو د دولتي تلوېزیون دې پروګرام ته سخت غبرګون څرګند کړی دی.

ګومان کېږي چې دا په وروستیو کلونو کې لومړی ځل دی چې په چین کې په اعدام د محکوم شویو کسانو ویډیويي تصویرونه په ژوندۍ بڼه د اعدامولو تر ځایه ښودل کېږي.

په اعدام شویو کسانو کې د نو کام په نامه د برما یو تبع هم شامل و چې ویل کېږي په تایلنډ او برما کې ډېر پیاوړی زور واکی و.

د تېرې پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۸) د چین دولتي تلوېزیون د نو کام یوه مرکه خپره کړه چې په کې يې ويلي و:

"له تېرو دوو شپو راهیسي سم خوب نه شم کولای، خپله مور مې ډېره یادېږي او دا ډېره دردونکې ده چې زه له خپلو ماشومانو سره نه یم. مور مې خبره نه ده چې زه نیول شوی یم، اندېښمن یم که ورته معلومه شي نو وبه یې نه شي زغملای."

کله چې په چین کې د نوکام د اعدامولو خبر خپور شو نو د هغه یو داسې عکس هم ورسره مل و چې خپل لاسونه یې په خپل تندي ایښي وو.

د چین دولتي خبري آژانس سینهوا وايي دغه څلور تنه بهرنیان له قانون او اصولو سره سم اعدام شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .