د بحرین زینب الخواجه لپاره ۳ میاشتې بند

د خپريدو وخت: 05:59 گرینویچ - شنبه‬ 02 مارچ 2013 - 12 کب 1391
د بحرین زینب الخواجه لپاره ۳ میاشتې بند

پر زینب الخوجه د ملغلرې ممنوعه سیمې ته د ننوتلو تور دی.

د بحرین محکمې د دیموکراسۍ فعاله زینب الخواجه یوې ممنوعه سیمې ته د ننوتلو په تور په درې میاشتې بند محکومه کړې ده.

د بحرین خبري اژانس ویلي، الخواجه د یوه کارکوونکي په سپکاوي او ښکنځلو تورنه شوې ده.

الخواجه په بحرین کې د دیموکراسۍ چیغې وهونکې سیاسي فعاله ده، چې د ۲۰۱۱ کال له فبرورۍ راهیسې اړدوړ کې پوره ونډه لري.

وړاندې هم دغه فعاله د ورته تور له کبله په یوه میاشت بند محکومه شوې وه.

پر هغې تور و، چې د ملغلرې ممنوعه سیمې ته ننوتې وه.

دا هغه ممنوعه سیمه ده، چې د ۲۰۱۱ کال سیاسي اړدوړ ترې پیل شو.

خو د الخواجه وکیل وايي، چې ګني د چارواکو له خوا دغه سیمه ممنوعه نه ده اعلان شوې.

پر هغې د پولیسو د عامه املاکو د ویجاړولو تور هم دی، خو واکیل یې وايي چې یوازې د ولسمشر عکس یې له دېواله لیرې او څیرې کړی دی.

د هغې پلار عبدالله الخواجه د هغو اتو سیاسي فعالینو او د نظام ضد کسانو په لست کې دی، چې د عمري بند سزا شپې ورځې تېروي.

پر دوی د نظام پرضد کودتا او د حکومت پرځولو تور دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .